په سلگونو مظاهره چیانو د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کی د پاکستان د جمهور ریس جنرال پرویز مشرف نه غوښتل چی لری کړل شوی ستر قاضی بیرته راولي. مشرف د سترې محکمی مشر قاضی افتخار محمد چوهدری د مارچ په نهمه د دندی گوښه کړی دی. مظاهری روانی وی چی ښاغلی چوهدری د دریم ځل لپاره ستری محکمی کی ددی لپاره حاضر شو چی ادعا پری کیږی نوموړی د خپلی څوکۍ غلطه گټه پورته کوله.