د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزئ وایی چی ده د طالبانو سره کتلي دي


حامد کرزئ وایی چی ده د طالبانو سره کتلي دي او غواړی په ملک کی روغه جوړه وسی . هغه نن په کابل کی په یوه خبري کنفرانس کی وویل چی د طالبانو د تحریک آستاځي د څه مودې را پدېخوا د افغانستان د حکومتي چارواکو سره په خبرو اخته دي . مگر هغه په دې باب نور تفصیلات ورنه کړل. ښاغلي کرزي وویل چی افغان طالبانو ته تل په افغانستان کی هرکلئ ویل سوی دی . مگر هغه زیاته کړه چی خارجي مبارزینو ته دا هرکلئ نه دی ویل سوی . او دا په پاکستان کی دیره یاغیانو ته ښکاره اشاره وه . ښاغلي کرزي دغه راز د نیول شوو افغانانو یا خارجیانو د آزادولو په باب چی یاغي طالبانو نیولي دي ، د هغوی سره نوري موافقې او معاملې رد کړې . د افغانستان پر حکومت باندی له دې کبله زیات انتقادونه وسول چی د یوه ایټالوي ژورنالیست د خلاصیدو په بدل کی یې د طالبانو بندیان خوشي کړل .

XS
SM
MD
LG