د لاس رسي وړ اتصالات

دعفوی بین المللی مؤسسې دگوانتانامو دزندان په وضع باندی انتقاد کړیدی


دعفوی دبین المللی مؤسسې په رپوټ کې دگوانتانامو دزندان په نوی کمپ کې وضع بی رحمه او غیرانسانی بلل شویده . رپوټ وائې، بندیان هره ورځ ٢٢ ساعته په ځان ته کوټوکې ساتل کیږی ،په پرله پسی توگه ورته رڼاوی او دساتونکو له څارنی لاندی وی . دعفوی دبین المللی مؤسسی دامریکائې څانگی مدیر لاری کاکس وائې، دا دامریکا لپاره دافسوس وړخبره ده چې ددغه زندان نه دفاع کوی او په دوامداره توگه ورنه په خاصه توگه په داسی وخت کې کاراخیستل کیږی چې گمان کیږی دبشری حقوقو نه سرغړونی کیږی . ښاغلئ کاکس وائې: ١ په امریکا باندی چې دبشری حقوقو په باره کې اعتراض کیږی ،ددی معنئ دا نده چې موږ دنوروهیوادونونه بدتریو مگر موږتل لوړه ارزو لرله چې دنورو نه ښه یو. موږتل دنیاته دا اعلان کړیدی چې موږ پدی برخه کې ډیر ښه یو . او کله چې دنړۍ لوی طاقت او لوئې ډیموکراسۍ دبشری حقوقو نه دسرغړونونه دفاع کوی نو دا په نړۍ کې ډیکټاټورانو او قاتلانو ته ډیر قوی پیغام استوی . دبشری حقوقو نوری ډلې او ځینی خارجی حکومتونه په امریکا باندی انتقادونه کوی چې مشکوک ترورستان ئې په کلونو کلونو بی له محاکمی نه په زندان کې ساتلی دی . مگر دکاتودمؤسسی غړی راجر پل وائې ، دتروریزم په خلاف په نړیوال جنگ کې نیول شوی دښمنان باید یوڅه فداکاری وکړی . ښاغلئ راجر پل وائې: ٢ پدی برخه کې به دیو چاسره هیڅکله بشپړعدالت ونشی.له یوی یا بلی خواسره به تیری کیږی . اوکله چې دیوی خواسره دبلی نه زیات تیری وشی نو ددواړو خواونه انتقادونه کیږی . ددغو ټکو په نظر کې په نیولوسره سړی ویلی شی چې بشپړعدالت نشی ترسره کیدی. دی وائې، دایو نوی ډول جنگ دی ، دی ته نوی ځوابونه پکاردی . ښاغلئ پل وائې: ٣ دقانون دتطبقولو هدف دادی چې دواقیعت لاس ته دراوړولو نه وروسته باید څارنه او تعقیب وشی . په جنگ کې هدف مخه نیول دی . که څوک وغواړی چې دسیپټمبردیولسمی نیټی مخه ونیسی نو یوڅوک نه غواړی چې څارنه وکړی . ځکه نو هغه څوک چې څارنه ئې شوی وی نو هغوی څه دپاسه ددرو زرو امریکایانو سره وژل شوی وو. مگر دعفوی دبین المللی مؤسسې لاری کاکس پدی خبره ټینگارکوی چې د امریکا ځواب خپل هغه دریځ ته تاوان ورساوه چې داستبدادی حکومتونو اوډلو په مقابل کې دبشری حقوقو په باره کې غوره کړیدی.ښاغلئ کاکس وائې: ۴ مهمه خبره داده چې امریکا ددغو اعمالو په باره کې مخکښ یاقوی رول په مشکل لوبولی شی چې موږ پخپلو اعمالو او الفاظوسره ددوی لپاره منطق برابروو. دامریکا دبهرنیوچارو دوزارت مامورانو دروانی هفتی په سر کې وویل، امریکا وعده کړیده چې په درسته نړۍ کې دبشری حقوقو نه دفاع کوی . دامریکا دبهرنیوچارو وزارت پخپل رپوټ کې څرگنده کړیده چې دامریکا حکومت په دوه زره شپږم کال کې په نړۍ کې دبشری حقوقونه دسرغړونو په خلاف مبارزه باندی څه دپاسه یو عشاره دوه میلیارده ډالرلگولی و.

XS
SM
MD
LG