د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا مشر مرکچي کسټوفر هل و ویل چي د شمالي کوریا د پیسو هغه لانجه چي د هغه هیواد د اټومي پروگرام د بندولو په مخ کي خنډ


د باندنیو چارو د وزارت مرستیال کرسټوفرهل دغه خبري له هغه ورسته وکړې کله چي د مکاو حکومت اعلان وکړ چي شمالي کوریا وس کولای شي د بانکو ډلټا اسیا بانک نه خپلي پیسې تر لاسه کړي. د دغو پیسو د لانجې په سر شمالي کوریا د رزوي پروگرام په هکله له نړېوالو سره د خبرو نه انکار کړی و. ښاغلي هل داسي ویل: س ب ١ هل. ‏(‎‏(‎ زما په خیال مونږ یو ډېر مهم پړاو ته رسېدلي یو، هغه د پیسو شخړي هواریدل دي، اوشمالي کوریا خپل بانکي حساب په لاس کي لري. نه پوهیږم ولي به شمالي کوریا وس هم له مونږ سره مرسته نه کوي. وه به گورو چي په راتلونکو څو ساعتونو کي څه کیږي.‏)‎‏)‎ ن ر ښاغلي هل و ویل چي هیله لري د م م اټومي څارونکي به ژر شمالي کوریا ته ولاړ شي. په دوه زره پنځم کال کي امریکا د مکاو بانک د شمالي کوریا له پاره د غیر قانوني پیسو په راکړي ورکړي تورن کړی و. دغي خبري شمالي کوریا دې ته و هڅوله چي د اټومي پروگرام په اړه خبري په ټپه ودروي. او په دغه دوران کي یې د اټومي وسلو لومړنۍ کامیابي ازومیني هم وکړې. شمالي کوریا د فروري په میاشت کي خبرو ته یو وار بیا تیاره شوه، او و یی ویل چي د اټومي بې وسلېکیدو له پاره به لومړني گامونه واخلي. د پیسو د شخړي په هکله د جنوبي کوریا د باندنیو چارو وزیر سونگ من سون هم خبري وکړې. س ب ٢ ‏(‎‏(‎زمونږ په نظر دغه لانجه وس حل شوې ده. نور نو د شمالي کوریا کار ده چي گام وچت کړي‏)‎‏)‎. ن ر ښاغلي سونگ زیاته کړه چي ده په دې هکله د چین او امریکا د باندنیو چارو له وزیرانو سره هم خبري کړې دي. که چیري شمالي کوریا خپلي ژمني پوره نه کړي نو دا به له هغه وروسته لومړی ځل وي چي دوی د زروي پروگرام د بندولو په هکله گام اوچتوي کله چي په ٢٠٠٣ کال کي دوی په اټومي پروگرام یو وار بیا کار شورو کړ. له شمالي کوریا سره په څلور ورځني خبرو کي د امریکا د جمهوري ریاست کاندید بل رچرډسن، چي په نړېواله کچه یو تکړه مرکچي کڼل کېږي، هم گدون درلود. هغه د ښپږو هغو امریکای عسکرو جسدونه هم تر لاسه کړل چي نږدې پنځوس کاله پخوا د کوریا په جگړه کي مړه شوي و.

XS
SM
MD
LG