د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق د مهاجرینو او بېځایو شوو په هکله کانفرانس جوړیږي


د ملگرو ملتو د کډوالو اداره وايي چې دا د بسپنو د راټولولو کانفرانس نه دی. ددغې ادارې ویاند ران رډمانډ وايي هغه ٦٠ ملیونه ډالره پیسې چې دوی د بشري عملیاتو له پاره مرستې غوښتي په حقیقت کې په بحر کې یوه څاڅکه ده. دعراق د بیا رغولو لپاره په بلیونو ډالرو ته اړتیا لیدله کیږي. رډمونډ وایی: دلته د څلورو ملیونو خلکو د بیځایه کیدلو خبره ده. په ډیرو برخو کې د عراق اساسي ساختمانونه ړنگ شويدي. د عراق نه د باندې په کوربه هیوادو کې ددغو مهاجرو لپاره د ښونځیو، ټولنیزو خدماتو ، اقتصادی رغونې اودکرایی خرڅ ډیر زیات فشار راولي. البته په عراق کې د امنیت دخرابوالي او فرقوي منازعو له امله د فعالیت امکانات نشته. نو ځکه دا یو ډیره خطرناکه او پرمصرفه عملیه ده. د کډوالو اداره د پیسو ورکړه نه منعه کوي. برعکس دوی د بین المللي بسپنه ورکونکو نه غواړي چې د سخاوت نه کار واخلي او د کوربه هیوادو سره لکه اردن او سوریې او د مستقلو موسساتوسره دې دوه اړخیزه پروگرامونه ولري. رډمانډ وویل چې د کانفرانس هدف دادی چې بین المللي ټولنه د عراق د حالاتو نه باخبره شي. همدا رنگه هیوادو ته داسې ویل غاړو چې دغې اړتیا ته توجه وکړي او د هغو هیوادو سره مرستې وکړي چې د مهاجرو پېټۍ په اوږه وړي. دی وایی نړیوال په عراق کې په پوځي حالت خبر دي مگر دوی دلته په بشري ناورین دومره نه پوهیږي. رډمانډ وايي: په عراق کې فرقوي نښتې، سیاسي او جنايي تاوتریخوالی، د خدماتو اود معیشت نشتوالي، انفلاسیون او د راتلونکي په نسبت بې باوري دا ټول ددې باعث شوي دي چې هره میاشت د ۴٠ زرو نه تر ٥٠ زرو پورې خلک خپل کورونه خوشې کړي. څرنگه چې ددې خلکو نه اکثریت یې کمپونو ته نه ځي نو دا نقل او حرکت دومره څرگند نه ښکاري. خو هغوی چې وکړای شي ځانونه وباسي په کوربه هیوادو کې د منابعود نشتوالي په سبب ډیر خواشینې دي. رډمانډ زیاتوی چې حکومتونه ډیر څه کولی شي چې هغو خلکو سره مرستې وکړي چې خپل کورونه پریږدي. د مثال په توگه ځنې هیوادونه کولای شي د هغو مهاجرینو سره چې په ډیرخراب حالت کې دي د اوسیدلو ځای برابر کړي. دوی باید دا خبره یقیني کړی چې مهاجرین د خپلې خوښې په خلاف بیرته عراق ته ونه لیږل شي او هغو عراقیانو سره ددوی د ژوند دلمړنیو اړتیاو په پوره کولو کې مرستې وکړي چې د ژوند د تیرولو نور امکانات په لاس کې نه لري.

XS
SM
MD
LG