د لاس رسي وړ اتصالات

د ورجینیا ټیک  په پوهنتون کی د یو محصل په ډزو د ده په شمول د دری دیرش تنو د وژنو نه پس په پوهنتون کی اوضاع ډیر غمژنه ده


د وېرجېنېا ټک په پوهنتون کې ېې ددوشنبى په ورځ ٣٢ شاگردان او ښوونکى ووژل، هغه د جنوبى کورېا و. چو له دغې ډله ئېزې وژنى نه وروسته بېا ځان هم وواژه. چو له خپل مور اوپلار سره په ١٩٩٢ مېلادى کال کې مهاجرت وکه. خو له دې سره سره هم دهغه داصلى وطن په باره کې معلومات په جنوبى کورېا کې په خلکو ډېر سخت تمام سو. دجنوبى کورېا خلک دخپل عزت او وقار ډېر زېات خېال ساتى. د جنوبى کورېا په پاېتخت سېول کې ېوه پنځوس کلنه -ملکى ماموره گوېن جا په دې باب ووېل چې دا په دې خبره هېڅ باور نسى کولى او پرې شرمېږى: (١) (...گوېن وايي دانه پوهېږى چې ېو کورېايى څنگه داسى ناوړه جرم کولى سى. هغې ووېل چې ټولى نړۍ دامرېکا د وېرجېنېا ټک په پوهنتون کې وحشت او لېونتوب ولېده او په دې پوهېږى چې ټوپک والا د جنوبى کورېا دى. هغې ووېل چې داېو ې کورېاېۍ په حېث د شرم احساس کوى. د جنوبى کورېا جمهوررئېس رو مو ېون د سه شنبى په ورځ د قربانېانو کورنېو ته او امرېکا ته د خواخوږۍ په دوه وېناگانو کې په مجموعي ډول دخپل ټول هېواد غم او خواشېنى څرگنده کړه. ښاغلي رو د چارشنبى په ورځ له خپلو مرستېالانو سره ېوه عاجله غونډه وکړه او خپله خواخوږى او همدردي ېې څرگنده کړه. د جنوبى کورېا جمهوررئېس په دې باب داسى ووېل: (٢) (...زه او دکورېا خلک له دې ستر خپگان، غم اوارېانتېانه ځان نسو خلاصولى. موږ د قربانېانو لپاره دوعا کوو. دامرېکا له خلکو او دقربانېانو له کورنېو سره خپله ژوره خواخوږى اوهمدردي څرگندوو. زه همدارنگه داهېله هم کوم چې دامرېکا خلک چې څومره ژر امکان ولري، له دغه ستر غم او مصېبت سره په مقابله کې کامېاب سى. ارامش او سکون ېې په برخه سى. ) ښاغلى رو د چارشنبى په ورځ جمهوررئېس بش ته ېو تېلگرام ور واستاوه او همدغه راز احساسات ېې پکى څرگند کړي وو. د جنوبى کورېا حکومت د وېرجېنېا داېالت بلکس برگ ته چې دوېرجېنېا ټک پوهنتون پکى دى خپل دېپلوماتان ورلېږلى دى. ددغه هېواد د بهرنېو چارو وزېر د خواخوږى خپل لېک دامرېکا د بهرنېو چارو وزېرې کانډو لېزا راېس ته ورلېږلى دى. د جنوبى کورېا خلک خپل ملى تشخص ته په خاصه توگه متوجه دى او په دې برخه کې ډېر حساس دى. د جنوبى کورېا هغه ساېنسپوه چې اعلان ېې وکه چې د سټېم سېل په څېړنه کې ېې پرمختگ کړېدى په ٢٠٠٥ مېلادى کى د ملى اتل په حېث وستاېل سو، خو کله چى دا معلومه شوه چې هغه په دې څېړنه کې جعلککارى کړېده نو دې پېښې ته دېوې ملى فاجعى په سترگه وکتل شول. له ېو شمېر خلکو سره دا اندېښنه ده چې د جنوبى کورېا له خلکو سره به په ددې ډزو په مسله باندى له تبعېض نه کار واخېستل سى. په جنوبى کورېا دکور ېوه درى پنځوس کلنه مېرمن چې په پاېتخت سېول کې اوسېږى وايى امرېکا ته به دمهاجرت کول ډېر سخت سى . رپوټ وايي تراوسه پورې دانده معلومه چې ټو پک والا ولى داکار کړېدى

XS
SM
MD
LG