د لاس رسي وړ اتصالات

نن د سومالی په پایتخت کی څلورمه ورځ ده چی جگړه روانه ده


نن د سومالی په پایتخت کی د اسلامی بنیادگرانو او ایتوپیایی قواوو ترمینځ څلورمه ورځ ده چی جگړه روانه ده. د عینی شاهدانو له قوله د دواړو خواو ترمینځ د گولیو په ویشتلو کی دوه تنه وژل شویدی. د بشر د حقوقو یوی سومالیایی اداری ویلی چی د دی نویو جنگونو په نتیجه کی چی د چارشنبی د ورځی راهیسی دوام لری یوسلو دیارلس تنه وژل شوی او دوه سوه تنه ټپی شوی دی. د ایلمان د بشر د حقوقو د اداری ریس د جمعی په ورځ خبریالانو ته وویل چی په دواړو خواویی غږ کړی چی پرته له قیدو شرطه باید متارکه وکړی. د ملگرو ملتونو عمومی منشی بان کیمون د جمعی په ورځ په نړیواله ټولنه غږ وکړ چی په سومالیا کی د افریقایی اتحاد د سوله ساتونکو ځوکونو نه ملاتړ پراخ کړی. ده همداشان د امنیت شورا نه وغوښتل چی په سومالیا کی د ملگرو ملتونو د قواوو پر ضرورت غور وکړی

XS
SM
MD
LG