د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی مقامات دځانمرگی بم چونکی پسی گرزی


پاکستانی پولیسان اوداستخباراتو ماموران دهغه ځانمرگی بم چونکی دهویت دڅرگندولو څیړنه کوی چې لږترلږه ‏(‎٢٨ ‏)‎ تنه ئې ووژل او دکورنیوچارو دوزیر په شمول ‏(‎۴٧ ‏)‎ تنه ئې زخمیان کړل .

دپولیسو یو لوړ رتبه تحقیق کونکي نن دیکشنبی په ورځ وویل، بم چونکی دیرش کلن معلومیږی اودڅېرې نه افغان یاد پاکستان دقبائلی سیمی چې دافغانستان سره گډ سرحد لری، معلومیږی.

بم چونکي لږوروسته له هغی خپل ځان په بم والوزاوه چې دکورنیو چارو وزیرآفتاب احمد خان شیرپاو دچارسدی په ښارگوټی کې یوې غونډې ته وینا ختمه کړی وه.

دکورنیو چارو وزیرلږشانی زخمی شویدی مگر ماموران وائې، لږترلږه دهغه یومشاوراو یوشمیرمحافظمین وژل شویدی .

دافغانستان جمهوررئیس حامدکرزی دحملی نه سمدستی وروسته دپاکستان دکورنیو چارو دوزیرپوښتنه وکړه .

ښاغلئ کرزی او دپاکستان جمهوررئیس پرویزمشرف پدی هفته کې په ترکېه کې دتروریزم او امنیتی موضوعاتو په باره کې خبری کوی .

XS
SM
MD
LG