د ترکیی د بهرنیو چارو وزیر، عبدالله گل وایی چی د اسلامی حاکمی ډلی ای کی په نمایندگی به د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د گډون لپاره د پوځ د دی بیان سره سره چی د ملک عنعنوی سکیولر نظام به وساتی، په خپل موقف کی ثابت قدمه پاتی شی.
ښاغلی گل نن خبریالانو ته وویل چی دی به هیڅکله د خپلی کاندیدی نه تیر نشی. په ترکیی کی دا ویره پیدا شوی چی ښاغلی گل، صدراعظم تییپ ایردوگان به د ملک سکیولر نظام پرمخ بونځی.
د ترکیی پوځی جنرالانو پرون وویل باید دا له یاده ونه باسو چی پوځ د د ترکیی د سکیولر نظام ټینگ پلوی دی.
د حکومت یوه نطاق د شنبی په ورځ وویل چی د پوځ دابیان بی بنیاده دی او زیاته یی کړه چی پوځ لاتر اوسه د صدراعظم تر قوماندی لاندی دی.