پوځ وایی شپږ تنه عسکر او یو ملکي ژورنالیسټ د ډیالا په ایالت کی ووژل شول. دوه تنه نور عسکر په جلا جلا چاودنو کی ووژل شول چی یو یې په بغداد او بل یې د دغه ښار په شمال کی ووژل شو.
مخکی پرون د متحده ایالاتو پوځ وویل دوه تنه عسکر یې د شنبې په ورځ او یو یې دجمعې په ورځ ووژل شو.
ضمنا د عراق مقاماتو وویل پرون په بغداد کی د خلکو نه په یوه ډک مارکیټ کی د موټر بمب د چاودني په اثر لږترلږه دېرش تنه وژل شوي دي.
په بغداد کی دکار د وزارت سره نیژدې د بمب د یوې بلي چادوني په اثر څلور تنه وژل شول.
په سامارا کی د د موټر بمب په ځان مرگې څمله او دوسله والو سړیو په ډزو کی دوولس پولیسان وژل شوي دي.