د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کی یاغی طالبان وایی چی دوی د فرانسوی تبعه د پریښودلو دپاره ټاکل شوی وخت نوره هم اوږدوی


افغانستان کی یاغی طالبان وایی چی دوی په دی غرض چی د فرانسی نوی جمهور ریس ته د کار د شروع کولو دپاره یو څه وخت ورکړی، د هغه فرانسوی تبعه د پریښودلو دپاره ټاکل شوی نوره هم اوږدوی.

د طالبانو یو ویاند د دوشنبی په ورځ ویلی چی فرانسه دی د امریکا د گټو په خاطر خپلی ملی گټی دلاسه نه ورکوی.

طالبانو د اپریل په دریمه د نیمروز په ولایت کی د هغی فرانسوی موسیسی یو نارینه او یوه ښځینه کارمنده سره د دریور افغان مرستیالانو برمته کړی وو.

کومه موسیسه چی د افغانی ماشومانو د ښگڼی دپاره کار کوی برمته شوی فرانسوی ښځه د اپریل په ٢٨ پریښودل شوه، خو فرانسوئ نفر او دری افغانان لا هم یرغمل دی.

XS
SM
MD
LG