د لاس رسي وړ اتصالات

د مهاجرینو د چارو وزیر د پارلمان لخوا د رایو په اکثریت، سلب اعتماد شو


د افغانستان پارلمان د مهاجرینو د چارو وزیر د هغو شکایتونو په سر د وظیفی نه گوښه کړیدی چی دایران نه په زور د زرهاو افغان مهاجرینو د ویستلو نه پس را پیدا شوی وو.

د مهاجرینو د چارو وزیر، استا‏ذ اکبر اکبر، نن د پارلمان لخوا د رایو په اکثریت، سلب اعتماد شو.

په ده باندی دا لویی اعتراض شویدی چی ده د هغو زرهاو مهاجرینو دپاره مناسب بندوبست ونکړی شوی چی په زوره د ایران نه راشړل شوېدی.

د افغانستان پارلیمان د ملک د کورنیو چارو وزیر په باب هم د سلب اعِتماد رایی په نظر کی نیولی وه.

خو تراوسه یی پری څه فيصله نه ده کړی. په ایران کی قریب یو میلون افغان مهاجرینو قانونی اسناد لری خو په لک هاو نور بی قانونه ژوند تیروی.

د ملگرو ملتو موسیسی په ایران کی د افغان مهاجرینو ژوند د اندیښنی وړ بللی دی. او وایی قریب ۴۴ زره افغان مهاجرین په زوره د ملک نه ویستل شویدی.

په دی جریان کی د یوی کورنئ غړی د یو بل نه جدا کړی شوی دی. دی لړ کی غوښتل شویدی چی باید د مهاجرینو د ستنولو په وخت کی بشری تقاضی په نظر کی ونیولی شی.

XS
SM
MD
LG