د لاس رسي وړ اتصالات

په کراچۍ کې د سړکونو پر سر جگړو کې ٣٧ کسان وژل شوېدى


د پاکستان پولېس وايي د پاکستان په بندرى ښار کراچۍ کې د سړک پر جگړو په نتېجه کې د مړو شمېر ٣٧ کسانو ته رسېدلى دى.

ددى ترڅنگ ١٣٠ کسان زخمېان شوېدى. لږ تر لږه ېو تن نن د ېکشنبى په ورځ په هغو ډزو کې وژل شوېدى چې د ښار په څو سېمو کې اورېدل کېدلى.

د پاکستان پولېسو داوښکو بهوونکي گازونه ددى لپاره استعمال کړل چې هغه مظاهره چېان خواره واره کړى چې سړکونه ېې په سوځېدونکېو ټېرونو باندى بند کړى وو.

د کراچى د ښار ېو شمېر نروې برخې چوله سوې وې ځکه چې امنېتى قواو دامن د تامېن لپاره خپلى گزمى زېاتى کړى وې.

په وژل شوو کې زېاتره کسان د شنبى په ورځ د مخالفېنو او حکومت د ملاتړ و ترمنځ جگړو کې ووژل شول.

رپوټ وايى دا په تېرو څوکلونو کې په پاکستان کې تر ټولو سخته سېاسى مرگ ژوبله وه.

جگړه هغه وخت پېل شوه چې د حکومت ملاتړو د هغو سېاسى مخالفېنو دمخنېوى کوشش وکړ چې د موقوف شوى قاضى افتخار احمد چوهدري په طرفدارۍ مظاهره کوله.

قاضى افتخار چوهدرى د پاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف دمارچ په مېاشت کې په دې تور له وظېفى نه لېرې کړى و چې د قانون خلاف کارونه ېې کول.

جنرال مشرف د شنبې په ورځ خواست وکه چې دغه تشدد پاېته ورسول شى، خو له دې نه ېې انکار وکه چې اضطرارى حالت اعلان کړى.

XS
SM
MD
LG