د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د ملا دادالله مړېنه تائېد کړېده


طالبانو دا تائېد کړېده چې ددغه تحرېک عالېرتبه نظامى قوماندان دامرېکا اوافغان قواو سره په ېوه نښته کې ووژل شو.

د طالبانو نطاق څو خبرى اژانسونو ته ووېل چې ملا دادالله د شنبى په ورځ دافغانستان په جنوب کې ووژل شو.

د ناټو چارواکېو دملا دادالله مړېنه پر ېاغى طالبانو سخت گوزار بللى دى. رپوټ وايي چې دادالله دهېلمند په ولاېت کې دامرېکا په مشرۍ دعملېاتو په ترڅ کې چې ناټو قواوېې ملاتړ کاوه ووژل شو.

پر دادالله باندى دا تور لگول کېږى چې دافغانستان او ناټو پر قواوېې وژونکې برېدونه کول، سرونه ېې غوڅول، اوبهرنېان ېې برمته کول.

ملادادالله دهغو څو عالېربته قوماندانانو په جمله کې دى چې د ٢٠٠١ مېلادى کال راهېسى چې دامرېکا په مشرۍ عملېاتو کې طالبان له قدرت نه وغورځول سول، وژل شوېدى.

په ېوه جلا رپوټ کې وېل شوېدى چې دافغانستان په لوېدېځ کې د سړک دغاړى ېو بم د لوېدېځو قواو کاروان ته نېژدى چاودېدلىدى او څو تنه عسکر ېې زخمېان کړېدى.

عېنى شاهدان وايى غربى عسکر و دهرات ښارته نېژدى گزمه کوله چې بم پرې وچاودېده.

سمدلاسه چا ددى چاودنى مسوولېت په غاړه ندى اخېستى.

XS
SM
MD
LG