د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او افغانستان عسکرو په سرحدي سیمه کی یو په بل باندي بیا ډزي کړي دي


پاکستاني او افغان قواو نن بیا په سرحدی علاقه کی په یو بل باندی ډزي کړي دي.

جگړه نن سهار وختی د سپیدو داغ نه مخکي د پاکستان د کرمي د ایجنسۍ او د افغانستان د پکتیا د ولایت تر منځ په سرحدي سیمه کی ونښته. پاکستان وایی چی په دې جگړه کی د هاوانو او سپکو وسلو نه کار اخیستل سوی دی.

افغان مامورینو وویل چی ددوی دوه سرحدي محافظین زخمي سوي دي.

د پاکستان او افغانستان سرحدي محافظانو د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په همدې سیمه کی هم سختي جگړې وکړې چی په کی ١٣ تنه ووژل سول.

XS
SM
MD
LG