د لاس رسي وړ اتصالات

طالب پلوه اسلامى سر تېرو په پاکستان کې دوه برمته شوي پولېس خو شى کړل


هغه شاگردان چې دطالبانو پلوى اوملاتړ کوى په پاکستان کې ېې د څلورو پولېسانو له جملى نه دوه پولېسان خوشى کړېدى. شاگردانو څلور تنه پولېسان په پاېتخت اسلام اباد کې د جمعى په ورځ له ېوه جومات نه بهر برمته کړ ى وو.

د لال مسجد ېوه معتبر دېنى عالم عبدالرشېد غازى وايي دا دوه پولېسان نن د ېکشنبى په ورځ وروسته له هغه نه خوشى شول چې چارواکېو په دې موافقه وکړه چې دهغو لس توقېف شوو شاگردانو له جملى نه ېو څوکسان خوشى کړى.

نوموړی دینی مشر ویلی دی چی که چری حکومت ددغو دوو نورو پولیسانو د خوشی کولو دپاره د زور نه کار واخیست نو دوی به د حکومت په ضد د جهاد اعلان وکړی د جومات چارواکېو وېلى دى چې دوى به هغه دوه نېول شوي پولېسان هغه وخت خوشى کړى چې ددوى نور ملگرى له توقېف نه راخوشى شى.

د پاکستان چارواکېو په دې تبادله باندى تبصره ندىه کړې. A . رپوټ وايي دغه بى وسلى پولېسان د جمعى په ورځ هغه وخت ونېول شول چې په مرکزى اسلام اباد کې ېې له لال مسجد نه بهر گزمه کول.

د دغه جومات علماو او شاگردانو د جنرال مشرف اقتدار سره مخالفت پېل کړېدىاو تېره مېاشت ېې خپله محکمه جوړه کړه چې شرېعت نافذ کړى.

د پاکستان جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف د جمعى په ورځ د پاکستان له ېوه تلوېزېون سره په مرکه ووېل اسلامى افراطېت مخ په زېاتېدو دى او د مخنېوى لپاره ېې باېد جدى اقدامات وشى.

اوس هم ډانگی په لاس شاگردان د جومات چا چاپیره لیدل کیږی

XS
SM
MD
LG