د لاس رسي وړ اتصالات

دلاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه د مى په څوار لسمه نېټه لېکى د افغانستان او پاکستان...


د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه دمى په څوارلسمه نېټه لېکى مخالفو گوندونو د پاکستان بندرى ښار ېومخ بند کړېدى او مرگ ژوبلو کې ٣٩ کسان وژل شوېدى. جنرال مشرف له سختو سېاسى ستونزو سره مخامخ دى.

د انجلس ټاېمز ورځپاڼه دمى په څوارلسمه نېټه لېکى د افغانستان او پاکستان دتېرې منگل په سرحدى سېمه کې دامرېکا، افغانستان او پاکستان د چارواکېو ترمنځ مجلس وشو.

له مجلس نه وروسته ټوپک والاو پرهغوى ډزې وکړې اوېو پاکستانى او ېو امرېکا ېې عسکر ېې ووژل. په همدغو ډزو کې څو تنه نور زخمى شول.

لاس انجلس ټاېمز وايي دغه سرحدى تشدد په تېرو څوکلونو کې تر ټولو سخت او ناوړه بلل کېږى. له مړو نه پرته دامرېکا درى تنه عکسر د پاکستان څلور تنه عسکر او ېو افغان ترجمان پکى ژوبل شول.

د پاکستان او افغانستان چارواکېو ووېل دوى ددغى حآدثى چې له هغو ډزونه ېوه ورځ وروسته پېښه شوه چې اافغان عسکرو او دپاکستان عسکر په سرحد کې ېو پر بل ډزې کړې وې، تحقېقات کوى.

رپوټ وايى د سرحد په ډزو کې لږ تر لږه دوه افغانان ووژل شول خو افغان چارواکى وايي چې شمېر ېې تر لسو نه هم زېات دى. د امرېکا ، افغانستان اوپاکستان د چارواکېو ترمنځ دخبرو مقصد داو چې د سرحد په اوږدو کې خړ پړتېا کمه شى. دامرېکا استخبارات وايى دغه سېمه د طالبانو او القاعده لپاره، پر غربى قواوباندى د حملو د برابرولو مرکز گرځېدلې ده.

د ناټو ېوه اعلامېه وايي چې ددوى پرهېئت باندى د نامعلومو کسانو له خوانه ناڅاپى حمله شوېده. لاس انجلس ټاېمز لېکى چې دا فغانستان حکومت دغه سرحدى شخړه محکومه کړېده او داېې د پاکستانى قواو له خوانه دافغانستا ن په خاوره ېرغل بللى دى.

چارواکي وايى دامرېکا اوافغانستان د چارواکېو پر کاروان باندى وروسته له څلور ساعته مجلس نه حمله وشوه. د پاکستان چارواکى وايى چې دغه سېمه سمدلاسه د پاکستان عسکرو محاصره کړه.

د لاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه لېکى دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي او دپاکستانجمهوررئېس پروېز مشرف نېژدى ېوکال راهېسى ېوپر بل په دې سبب تورونه لگولى دى چې په گډ سرحدکې د سر تېرو اووښتل او را اووښتل نشى کنترولولى. دغودواړو مشرانو تېره مېاشت په ترکېه کې له ېوبل سره ملاقات وکه او په هغه کې ېې په دې موافقه وکړه چې د اسلامى جگړه مارانو د خطر په باب به استخباراتى معلومات له ېوبل سره شرېکوى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه د مى په څوارلسمه نېټه لېکى مخالفو گوندونو د پاکستان بندرى ښار ېومخ بند کړېدى او په نوروسترو ښارونو کې ېې کاروبار ډېر سوکه کړېدى.

د ددوشنبى د ورځى مظاهرې ددې لپاره وشوې چې دهغو کسانو په قتل اعتراض وکړى چې دوه ورځى مخکى د سېاسى تشد د په ترڅ کې ٣٩ کسان ووژل شول.

نېوېارک ټاېمز د روېټر د خبرى اژانس په حواله د کراچى د امنېه قوماندان اظهر فاروقى له قوله لېکى چې د کراچى ښار بالکل فلج شوېدى او دوکانونه ټول بند شوېدى او پر سړکونو باندى د موټرو تگ راتگ ډېر کم دى.

خلک وېرېدلى دى. دنېوېارک ټاېمز روځپاڼه لېکى چې جنرال مشرف په ١٩٩٩ مېلادى کال کې په ېوه سپېنه کودېتا کې قدرت ترلاسه که او له هغه وخت راهېسى تراوسه پورې هغه له دومره سخت مشکل سره نه و مخامخ سوى.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې بر طرفه شوى قاصى چوهدرى افتخار لوړه کړېده چې له خپلى برطرفى سره قانونى مقابله وکړى. هغه دوکېلانو اېالتى ټولنى ته وېنا وکړه.

وکېلان په دې خبره ډېر په غوسه اوپارېدلى دى او دمحکمو له غونډو سره ېې مقاطعه کړېده. د پاکستان مخالفو سېاسى گوندونو هم ددغې مسلى ملاتړ کړېدى. ددغى شخړې اورته هغه وخت نوره هم لمن ووهل سوه چې د سترې محکمى ېو عالېرتبه غړى سېد حامد رضا په اسلام اباد کې نامعلومو کسانو په خپل کور کې وواژه.

پولېسو وايي چې نوموړى غلو وژلى دى خو دهغه خپلوان او وکېلان وايي چې د هغه قتل سېاسى انگېزه لرله ځکه ښاغلى رضا بر طرف شوي قاضى چوهدرى افتخار ته ډېر نېژدىو.

کله چې قاضى افتخار له چوکى نه لېرى سو له هغه نه خواهېش وسو چې دهغه خلاف گواهىورکړى خو هغه انکاروکه.

نېوېارک ټاېمز د تبصرى په پاىکې لېکى چې قاضى افتخار چوهدرى په هغو قضېو باندى له تحقېقاتو نه ځان نه په شاکاوه چې خلک پکى جبرا لادرکه شوى وو اوداسى گومان کېده چې داستخباراتو ادارو له مناسبو اقداماتونه پرته نېولى دى.

په دې کې ېو څو سېاسى قضېى هم شاملى دى چې ددىتوقع نه کېدله چې قاضى اقتخاردې د حکومت طرفدارى پکى وکړى.

په دې کې په خپله د جنرال مشرف د حکومت او اقتدار مسله هم شامله وه چې اېا دى کولى شى چې دوه چوکى ولرى هم جمهوررئېس واوسى او هم د پوځ اعلى قوماندان وى.

بله مسله داوه چې اېا پارلېمان جنرال پروېز مشرف بېا د جمهوررئېس په توگه انتخابولى سى که نه ځکه دهغه دوره د سږ کال په اخر کې پاېته رسېږى.

د پاکستان سېاسى ماهران وايى دغو مساېلو د جنرال مشرف اعتبار ته سخت زېان رسولى دى او وچ دېوال ته ولاړ دى.

XS
SM
MD
LG