د لاس رسي وړ اتصالات

د پاک ټرېبېون ورځپاڼه د چارشنبى په ورځ لېکى چې د ناټو قواو د افغانستان په جنوب کې...


هغه بې له دېنه چې دا ذکر کړى چې اېا په دې بحث اومذاکراتو کې هغه نړېوال شکونه هم شامل دى چې داېران د اټومى پروگرام په باب موجود دى او که نه.

په وړاندېز کې داهم ندى وېل شوي چې په خبرو کې به هغه ادعا گانى هم شاملى وي که نه چې وايي اېران د عراق په چارو کې لاسوهنه کوى.

لاس انجلس ټاېمز د العالم په نامه خپرونى له قوله لېکى چې احمدى نژاد ووېل، تېرکال ما له ښاغلى بش سره دنړېوالو مساېلو په باب په ېوه تلوېزېونى بحث کې د گډون کولولپاره خپل چمتو والى څرگند که.

اوس زه بېا اعلان کوم چې زه حاضر ېم له هغه سره په خپل منځى او، سېمه ئېزو اړېکو باندى او د نړېوالو مساېلو په باب مذاکرات وکړم.

لاس انجلس ټاېمز وايى چې احمدى نژاد د العالم په نامه وېب پاڼه کې چې د اېران دولت ېې په عربى ژبه چلوى، داخبرى کړېدى.

اېران د العالم په نامه په عربى ژبه تلوېزېونى خپرونې هم لرى. لاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې داېران مشر دا خبره معلومه کړې نده چې دى به په کومو مشخصو مساېلو باندى له جمهوررئېس جورج بش سره خبرى وکړى.

خو هغه وېلى دى چې د بحث او خبرو پر وخت به د مطبوعاتو استاځى حاضروى. لاس انجلس ټاېمز وايى سمد لاسه دانده معلومه چې د اېران معتبر روحانى مشر، آېت الله على خامنه ئي، چې په ټولو دولتى مساېلو کې واک او اختېار لرى، دا حمدى نژاد د وړاندېز ملاتړ کوى او که نه.

خامنه په منظم ډول داېران او امرېکا ترمنځ مستقېمى خبرى په دې خاطر رد کړې دى چې دهغه په نظر امرېکا له اېران سره زور چلوي.

دغه دواړه هېوادونه د ١٩٧٩ مېلادى کال راهېسى چې اېران دامرېکا په سفارت قبضه کړې وه، له ېوبل سره د ېپلوماتېکى اړېکى نلرى. دامرېکا موجوده حکومت وايي د خبرو نه مخکى اېران ته پکارده چې له هرډو ل اټومى قدرت غوښتنى او پروگرام نه لاس واخلى.

دلاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه د سپېنى ماڼى د ملى امنېت د نطاق گورډن له قوله لېکى ددې په عوض چې په تلوېزېونى بحثو نو کې د برخى اخېستلو او په مطبوعاتو کې د ځان ښودنى لپاره د بحث وړاندېز کېږى، ښه به داوى چې اېران ېوازې په هغو غوښتنو موافقه وکړى چى نړېوالى ټولنى ترېنه څو څو ځلى تکرار کړېدى او هغه دا چې دېورانېمو غنى کونگ په ټپه ودروۍ.

د سپېنى ماڼى نطاق ددوشنبى په ورځ په واشنگټن کې ووېل که چېرې اېران داکار وکړې نو موږ دېته چمتو ېو چې بحث وکړو. د پاک ټرېبېون ورځپاڼه د چارشنبى په ورځ لېکى چې د ناټو قواو دافغانستان په جنوب کې دوه سوه طالبان دېوه عالېرتبه قوماندان په شمول محاصره کړى وو.

د امرېکا په مشرۍ داېتلاف قواو ادعا کړېده چې د ېاغېانو ېو مهم قوماندان د سه شنبى په ورځ وژل شوېدى. د پاک ټرېبېون ورځپاڼه د کورنېو چار و د نطاق له قوله لېکى د ناټو قواو دافغانستان په جنوب کې دوه سوه طالبان د څو تنو عالېرتبه قوماندانو په شمول اورزگان ولاېت په ېوه کلى کې محاصره کړى وو.

نطاق ووېل سر تېري د اورزگان ولاېت په ېوه ولسوالى کې د مجلس لپاره را ټول شوى وو هغوى ته ووېل شول چې تسلېم شى او که نه نو حمله به پرې وشى.

هغه ووېل په محاصره شوو طالبانو کې ېو شمېر عالېرتبه قوماندانان هم شامل وو خو نطاق د چانوم وانه خېست. پاک ټرېبېون لېکى د کورنېو چار دو زارت مرستېال عبدالهادى خالد ددوشنبى په ورځ د مشرانو جرگې امنېتى کومېسېون ته ووېل ددې امکان سته چې ملا دادالله د محاصره شوو طآلبانو په منځ کې وى.

رپوټ وايى داسى گومان کېږى چې ملا داد الله په دې نېژدى وخت کې دېوه خبرېال او دهغه د موټروان نه د سرغوڅولو مسوول دى.

پاک ټرېبېون لېکى چې د تېرکال د ډېسمېبر په مېاشت کې دامرېکا قواو ملا اختر محمد عثمانى د هېلمند په ولاېت کې وواژه.

دکورنېو چار د وزارت مرستېال ډاډ ورکړ چې که چېرې سر تېري تسلېم نسول نو مشترکې قواوې به د هغوى په لور حرکت وکړى او هغوى به ونېسى.

په عېن حال کې گل حق پرست د ېاغېانو ېو مشرد جمعى په ورځ په لغمان کې دامرېکا په هوايى حمله کې وژل شوېدى.

پاک ټرېبېون دامرېکا د پوځ د خبرلېک له قوله چې د سه شنبى په ورځ خپورسوېدى لېکى چې حق پرست د طالبانو ېومهم قوماندان و.

نوموړى د لغمان اوکاپېسا په ولاېتنو کې پر افغان اوامرېکا ېې قواو باندى په حملو کى دخېل و.

XS
SM
MD
LG