د کال ١٩۴٣ د مې پر اته لسمه اډولف هیټلر د الاریک د عملیاتو د پیل کېدلو امر ورکړ.
د دې عملیاتو هدف دا وو چی که ایټالیه د متحدینو قواو ته تسلیمېږی او یا د جنگ په جریان کی د هغوی کرفداری پیل کوي د جرمني قواوی هغه اشغال کړی.
دغه عملیات دونه مڅرم وه چی هیټلر د لیکلي امر له ورکولو څخه ډډه وکړه. هیټلر په شفهای توگه امر وکړ چی فیلډ مارشال ایروین رومل دي د یوولسو فرقو سره ایټالیه اشغال کړی څو متحدین هغه هیواد ونه نیولا سی.
او په همدغه ورځ په کال ١٩۴۴ کی د پولینډ قواوی چی د څو هیوادونو د قواو سره یې یو ځای عملیات کول پر ایټالیه باندی حمله وکړه اود جرمني د فیلډ مارشال البرټ کیسل رین قواو ته یې ماته ورکړه او د جرمني د گوستاف دفاعی کرښه یې ماته کړه.
سره له هغه چی د متحدینو قواوی د چندانی مقاومت سره مخامخ نه سوې خو د دې پر ځای چی مستقیما روم اشغال کړي دخپلو دفاعی کرښو تقویه کېدلو ته ی ې مخه کړه.
په نتیجه کی د جرمنی د فیلډ مارشال کیسل رینگ قواو وکړای سول چی په ایټالیه کی یوه بله دفاعی کرښه جوړه کړی.