د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د کډوالو بحران


ملگرى ملتونه وايى چې اېران تراوسه پورې اوېا زره افغان کډوال له اېران نه افغانستان ته شړلى دى په داسى حال کې چې ددى کډوالو د بېا مېشت کولو لپاره کوم لوي پلان نشته، په همدى سبب افغانستان د کډوالود ېو لوې بشري ستونزې سره مخامخ دى.

ځېنى رپوټونه داهم وايى چې د ېوشمېر کورنېو غړى له خپلو کورنېو نه جلا شوېدى. په همدى اړه دامرېکا خارجه وزارت هم په ېوخبر لېک کې خپلى اندېښنى څرگندى کړېدى.

د امرېکا متحده اېالاتو حکومت نن په ېوه خبر لېک کی له اېران نه د گڼ شېمر افغان مهاجرو د شړلو په باب خپله اندېښنه ښکاره کړله او واېې چې د اېران ددی اقدام په سبب د افغانستان په غربی ولاېتونو کی د بشری مرستو د رسولو لپاره اوس اړتېاوې زېاتی شوی دي.

د امرېکا د خارجه وزارت نطاق شان مېکورمک ووېل واشنگټن په دی اړه د افغانستان د حکومت او ملگرو ملتونو ددی غوښتنې ملاټر کوی چې د اېران حکومت باېد په تدرېجی ډول افغان کډوال له اېران نه وباسی.

او داکار په منظم او انسانی ډول سرته ورسېږى،نه په زور باندى.

شان مېکورمېک ووېل په داسی حال کی چې د افغانستان مقامات له خپلو مهاجرانو سره د کومک لپاره د نړېوالو سازمانونو نه مرستې راټولوی، امرېکا د اېران او افغانستان حکومتونه دېته هڅوى چې په دی برخه کې له ېوبل سره خبرې او مذاکرات وکړی.

د ملگرو ملتونو د مهاجرو ادراه واېې اېران په لسگونو زره هغه افغان کډوال شړلی دي چه واېې په په اېران کی په غېر قانونی توگه اوسېدل.

ملگری ملتونه واېې هغه افغان مهاجران چې دمهاجرو په حېث ېې نومونه لېکل شوېدى هغوى له اېران نه ، اېستل شوی ندى. داېران حکومت واېې دانېت لرى چې تر بل کال پورې ېو ملېون افغان مهاجران له اېران نه وباسى.

XS
SM
MD
LG