د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د مرستو هغه درى کارگران خوشى کړېدى چې د اپرېل په مېاشت کې ېې برمته کړي وو


ډېرو منابعو دا خبره تصدېق کړېده چې داکسان خوشى کړى شوېدى او خپلو کورونو ته روان دى. د طالبانو نطاق وايي داکسان وروسته له هغه نه ازاد کړى شول چې دا څرگنده شوه چې دوى جاسوسان ندى.

پردى سر بېره د نېمروز محلى مشرانو هم دهغوى د خوشى کولو لپاره څو څو ځلى خواست کړى و. طالبانو، دمرستو هغه دوه فرانسوي ماموران هم څو اونۍ مخکى بى له دېنه چې کوم ضرر ور ورسوي خوشى کړل.

د غى سر تېرې ډلې له فرانسى نه غوښتي وو چې خپل هغه عسکر چې له ناټو سره په گډه په افغانستان کې خدمت کوى ددغو ماموران د خوشى کولو په بدل کې له افغانستان څخه بېرته خپل هېواد ته وغواړى.

په ېوه جلا خبر کې دافغانستان پولېسو وېلى دى چې نن د ېکشنبى په ورځ دوه پولېسان او لس تنه سر تېري طالبان د شنبى په ورځ هغه وخت ووژل شول چې ېاغېانو د پولېسو پر ېوه پوسته باندى د کندهارو لاېت د شاوه ولى کوټ په ولسوالى کې حمله وکړه.

خبر زېاتوى چې په همدغه برېد کې دوه پولېسان زخمى شوى ول. رپوټ زېاتوى دغه پنځه واړه برمته شوي کسان ( زموږ دماشومانو لپاره ېوه دنېا) په نامه ېوې فرانسوۍ موسسى ماموران وو.

داکسان دا پرېل دمېاشتى په درېمه نېټه دنېمروز په ولاېت کې برمته شوى ول. طالبانو برمته شوى فرانسوۍ ښځه سېلېن کوردېلېرد اپرېل په ٢٨مه نېټه د ښه نېت او ښېگړې په اېساب خوشى کړله.

طآلبانو ووېل د وى هغه بل برمته شوى فرانسوى دمى په ېوولسمه نېټه په دې سبب خوشى که چې د فرانسى نوي جمهور رئېس نېکولس سر کوزې په خپلوخبرو کې دا څرگنده کړه چې فرانسه ښايي له افغانستان څخه خپلې قواوې وباسى.

XS
SM
MD
LG