د لاس رسي وړ اتصالات

د اېران د حکومت ېو لوړ رتبه استازي نن اعلان وکړ چه اېران به د ېورانېمو دغنی کولو کار بند نه کړی


د اتومی پروگرام په باب د اېران د حکومت ېو لوړ رتبه استازي علی لاریجانی نن اعلان وکړ چه اېران به د ېورانېمو د غنی کولو کار بند نه کړی.

نوموړي ووېل چه په اصطلاح د ېورانېمو د غنی کولو د جرېان ځنډول د اېران د اتومی پروگرام په سر د غرب سره د مذاکرتو د تعطل د ختملو مناسبه لاره نه ده.

ښاغلي لارېجانی دا تبصره ماډرېډ ته سفر نه لږ مخکی وکړه. نوموړی به هلته د اروپاېې اتحاد د خارجی اړېکو د چارو د رېس هاورېر سولانا سره په همدی مسله باندی خبری وکړی.

دواړه به د پنجشنبی په ورځ گوری. پخوا هم د دواړو تر منځ څو ځلی ملاقاتونه شوی وو خو څه غوڅه نتېجه ېې معلومه نه شوه.

د نړېوالې ټولنی د غوښتنو برخلاف اېران لگېا دی اوس هم د ېورانېمو په غنی کولو باندی کار کوی او شاېد چه ځان د اتومی بم جوړولو ته ورنږدی کړی.

فعلا د امرېکا متحده اېالاتو په مشرئ دا کوښښ روان دی چه په اېران باندی ېو لړ سخت بندېزونه ولگول شی.

د امنېت شورا اېران ته د مئ د څلوروېشتمی پوری وخت ورکړی و چه د ېورانېمو د غنی کولو کار بند کړی.

د امرېکا حکومت دا الزام لگوی چه اېران اتومی بم تېاروی خو اېران واېې چه د بم د جوړولو اراده نه لری.

XS
SM
MD
LG