د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د اردو لویو قوماندانانو د نظامي واکمن پرویز مشرف ملاتړ کړی دی


د پاکستان لوړ رتبه نظامي قوماندانانو د هغه ملک د پوځي واکمن پرویز مشرف ملاتړ په داسی حال کی اعلان کړی چی هغه د خپلي اته کلن حکومت په دوره کی د سختو مخالفتونو سره مخامخ دی.

جنرال مشرف نن د جمعې په ورځ په راولپنډۍ کی د لوړ رتبه عسکري قوماندانانو سره غونډه وکړه او په هغې کی دغو قوماندانانو د دوی په اصطلاح ‏«‎ د هغه د اساسي نقش په باره کی چی د جمهور رئیس او د اردو د اعلی قوماندان په توگه یې تر سره کوی ‏»‎ ملاتړ وکړ.

هغوی دغه راز د دولت په مقابل کی د غلطي مبارزې په هکله هم خبر داری ورکړ چی دا د ناراضیانو هغي مبارزې ته اشاره ده چی د جمهور رئیس له خوا د پاکستان د قاضی القضات د برطرفه کیدو له کبله یې پیل کړې ده.

له بلي خوا چارواکو نن په اسلام آباد کی په لویو غونډو باندی بندیز لگولی او امر یې کړی دی چی تر پنځو تنو زیات خلک نه سی را غونډیدلای.

د چودري طرفداران غواړی چی سبا د شنبې په ورځ په اسلام آباد کی غټه مظاهره وکړی.

XS
SM
MD
LG