د لاس رسي وړ اتصالات

دلاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې د افغانستان جمهور رئېس وې وېل چې اېران د افغانستان نېژدې ملگرى هېواد دى


دلاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه د جون په پنځمه نېټه لېکى چې دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي ددوشنبى په ورځ اېران ډېر وستاېه او وې وېل چې اېران دافغانستان نېژدې ملگرى هېواد دى.

په داسى حال کې چې دامرېکا هغه چارواکى چې هلته دښاغلى کرزي سره په ملاقات کې حاضر وو هغوى پر اېران باندى داتورونه ېو ځل بېا تکرار کړل چې په اېران کې جوړې سوې وسلى جنگېالېو طآلبانو ته ور روانى دى.

ښاغلي کرزي داخبرې په هغه گډ خبرى کنفرانس کې وکړې چې د امرېکا ددفاع وزېر رابرټ گېټس سره ېې په کابل کې ددوشنبې په ورځ پکى برخه اخېستى وه. ښاغلى گېټس د ٢۴ ساعتونو لپاره په افغانستان کې و اوهلته ېې دامرېکا اوافغان قوماندانانو سره هم ملاقات وکه.

گېټس ووېل چې ده داېرانېانو د وسلو او مهماتو په مسله له ښاغلى کرزى سره خبرې وکړې، خو هغه ووېل ددى شواهد نشته چې داېران حکومت ددغو وسلو په لېږلو کې لاس لرى. ښاغلى کرزى ددى پوښتنى په ځواب کې چې د اېران حضور په افغانستان کې د ٢٠٠١ مېلادى کال راهېسى چې طالبانو سقوط کړېدى تر زېاتې اندازې پورې بى ضرره او دوستانه و.

اېا هغوى دا پرېکړه کړېده چې خپله کړنلاره په افغانستان کې بدله کړى او له خپلو پخوانېو دښمنانو سره مرسته وکړى.

ښاغلى کرزى په صمېمانه ډول داېران دحکومت ملاتړ وکه او وې وېل چې اېران په افغانستان کې د ښېگړې قوت دى. هغه زېاته کړه چې اېران او افغانستان نن تر بل هروخت نه زېات دوستان دي.

ښاغلى کرزى ووېل په تېرو پنځو کلونو کې اېران دافغانستان له بېارغونى سره ډېره مرسته کړېده او له تېرو پنځو کلونو راهېسى اېران دافغانستان ډېر نېژدى ملگرى هېواد دى.

د لاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه لېکى په دې نېژدى اونېو کې د پنتاگان چارواکېو څو څو ځلى دا خبره کړېده چې په اېران کې جوړې شوې وسلې په افغانستان کې پېدا شوې دي.

په دې کې د سړک دغاړې بمونه چې په عراق کې دامرېکا د پوځ خلاف په ډېر موثر ډول کارول شوېدى هم شامل دي. اېران له دواړو هېوادونو سره چې امرېکا پکى نظامى عملېات کوى سرحد لرى.

دلاس انجلس ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې دامرېکا ددفاع وزېر رابرټ گېټس ددوشنبى دورځې په کنفرانس کې دغه ادعاگانې بېا تکرار کړې او وې وېل چې دامرېکا حکومت په افغانستان کې ددغو وسلو د موجودېت لپاره په کوم دلېل باندى پرېکړه نده کړې.

هغه ووېل دغه وسلې د تېرو څو مېاشتو راهېسى په افغانستان کې لېدل شوېدى. ښايي د اېتلاف دقواو خلاف دطالبانو د مبارزې ېوه برخه وى خو زېاتېدونکې مرگ ژوبله او تشدد ، دمخدره مواد و له قاچاق سره هم اړېکى درلودلى شى.

ښاغلى گېټس زېاته کړه چې موږ داسى معلومات نلرو چې داېران حکومت ددى کار ملاتړ کوى او که په قاچاق پورې اړه لرى.

خو ددى ښکار ه شواهد شته دى چې ېو څه وسلې افغانستان ته راروانى دى او دطآلبانو لاس ته ورځى. لاس انجلس ټاېمز وايي ښاغلى کرزى له اندازې نه زېات له اېران سره دافغانستان په اړېکو ټنېگار وکه.

هغه ووېل افغانستان ته داېران صادرات په تېرو پنځو کلونو کې دکال تر پنځو سووملېونونه زېات سوېدى. پخواتردې په کال کې تر لسو ملېونونه کم وو. هغه ووېل امرېکا دده د حکومت او داېران د جمهوررئېس آحمدى نژاد د حکومت تر منځ د نېژدى اړېکو ملاتړ کوى.

ښاغلى کرزى زېاته کړه چې تهران هم په دې پوهېږى چې افغانستان دېته ضرورت لرى چې له امرېکا سره ستراتېژېک شراکت ولرى.

او دا په اېران کې زموږ دورونو په گټه ده چې افغانستان سوکاله باثباته واوسى. لاس انجلس ټاېمز په پاى کې لېکى چې ښاغلى کرزي ددې قدردانى وکړه چې کانگرېس د جگړې د لگښت لاېحه منظور کړېده او د افغانستان دپوځ او پولېسو لپاره د ملېاردو ډالرو مرسته برابروى.

د فرانسپرېس خبري اژانس د جون په پنځمه نېټه لېکى چې سترې محکمى فېصله کړېده چې له وظېفى نه دافغانستان دبهرنېو چارو د وزېر رنگېن دادفر سپنتا لېرى کول له اساسى قانون سره برابر کار ندى.

دافغانستان پارلېمان د ښاغلى سپنتا په باب دمى په دولسمه نېټه باندى دعدم اعتما د راېه ورکړې وه. د فرانسپرېس خبرى اژانس وايي پارلېمان داکار وروسته له هغه نه وکه چې د اېران حکومت په دې پېل وکه چې په لسهاو زره غېرقانونى افغان مهاجران له اېران نه په زور باندى وباسى.

تردې دوې ورځى مخکى پارلېمان په همدغه مسله کې دمهاجرېنو د وزېر خلاف هم دعدم اعتماد راېې ورکړې وې.

د افغانستان جمهوررئېس حامد کرزي د ښاغلي سپنتا مسله دافغانستان ستر ې محکمى ته وړاندى کړې وه.

هغه دا پوښتنه کړې وه چې اېا د وزېرانو په برخه کې په داسى مساېلو باندى دعدم اعتما د راېې ورکول کېدلى شى که نه چې مستقېما دهغه په وظېفې پورې اړه ونلرى.

د فرانسپرېس خبرى اژانس لېکى ، سترى محکمى په اتو مخنو نو کې ېو لېک ښاغلى کرزى ته ورلېږلى دى او دپارلېمانى چارو وزارت ته ېې هم ور لېږلى دى.

په لېک کې لېکل شوېدي چې دا پرېکړه له اساسى قانون سره برابره نده. پارلېمان د سه شنبى په ورځ باندى د سترى محکمى په دې لېک باندى بحث کوى.

XS
SM
MD
LG