د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق پولیس وايي چې په سمارا ښار کې د شیعه گانو یو مهم زیارت د بم په چاودنه کې زیانمن شوی


د عراق پولیسو نن خبر ورکړ چې په سمارا ښار کې د شیعه گانو یو مهم زیارت د بم په چاودنه کې زیانمن شوی او ددې خبرې وېره را پېدا شوې چې مذهبي تشدد به نور هم زيات شي.

پولیس وایي چې په دې چاودنه کې د عسکریه جومات دوه مېنارې نړېدلي دي خو څوک مړه او یا ژوبل شوي نه دي. د عراق حکومت له دې پېښې سمدستي وروسته، په بغداد کې تر نامالومې نېټې پورې د خلکو پر گرځېدو راگرځېدو بندېز ولگاوه.

د شیعه گانو تندلاري مذهبي مشر، مقتدا الصدر، درې ورځې ماتم اعلان کړ او له خپل اړونډ مهدي لښکر څخه یې وغوښتل چې له زغمه دې کار واخلي.

په پارلمان کی د مقتدا الصدر پلویانو بیا اعلان کړی چې نور به پارلمان ته نه ورځی. د اهل سنت مشرانو هم د صبر او حوصلی غږ کړی دی.

د عراق صدراعظم نوري المالکي نن په خپلې یوې ټلویزیوني وینا کې عراقي قواو ته امر وکړ چې د دیني او مذهبي ځایونو امنیت دې وساتي.هغه ووېل کوم سرتیري چې د عسکریه جومات د ساتنې دنده ورپه غاړه وه، د پوښتنو گرویږنو لپاره توقیف شوي دي.

تېر کال هم په یوه حمله کې ددې جومات ډېری برخې ونړېدې او په عراق کې یې د مذهب پر بنیاد تشدد ته لاره خلاصه کړه.

له بلې خوا پولیس وایي چې مخالفو ملېشو د عراق په شمالي ښار کېرکوک کې یو مهم پل په بم الوزولی او د عراق د حکومتي ورځپاڼې الصباح مسئول مدیر په بغداد کې تښتول شوی دی.

امریکایي قواو هم نن اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ یې په بغداد کې د سړک پر غاړه د بم په چاودنه کې یو سرتېری ووژل شو او یو بل یې د سه شنبې په ورځ وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG