د میلاد څخه ٣٢٣ کاله مخکی د جون پر دیارلسمه د مقدونیې ځوان پوځی نابغه ستر سکندر، چی د ختیځ مدیترانې څخه تر هند پوری یې یوه پراخه امپراطوري جوړه کړه، د بابل په ښار کی، چی په اوسني عراق کی پروت دی ، د دری دېرشو کالو په عمر وفات سو.
سکندر د مقدونیې د پاچا فیلیپ او د هغه د ملکې اولمپیاس زوی وو. فلسفی او علمی زده کړي یې د هغه وخت د مشهور فیلسوف ارسطو څخه وکړې او پوځی روزنه یې د خپل پلار څخه ترلاسه کړه.
سکندر د شپاړسو کالو په عمر په جنگ کی د خپلو پوځونو لومړنی رهبري وکړه او دوه کاله وروسته یې د خپل پلار د پوځونو د یوې لویی برخی قوماندانی پر غاړه واخیستله او د چیرونیا په جنگ کی یې د فتح له ترلاسه کولو سره یونان د مقدونیې تر کنټرول لاندی راووست.
د میلاد څخه ٣٣٦ کاله مخکی فیلیپ ووژل سو او سکندر پر تخت کښېنستی. سکندر د مصر، فنیقیې، اېران او هند کی د وړو او لویو پاچاهانو تر ماتولو او پراخو مځکو ترلاندی کولو وروسته بیرته د بابل ښارته ورسېدی او د میلاد څخه ٣٢٣ کاله مخکی یې د یوې لویی سمندری قوې د جوړولو هڅه وکړه او غوښتل یې چی بیرته مصر ته ولاړ سی.
خو دهغه کال دجون پر دیرویشتمه، په داسی حال کی چی د ده د سمندری قوې کار پای ته رسېدلی وو یو ناڅاپه ناروغ او وفات سو.
څرنگه چی سکندر او د ده ډېرو زیاتو پیروانو فکر کاوه چی دی خدای دی نو خپل جانشین یې نه وو ټاکلی او دده د مرگ څخه یو کال وروسته یې امپراطوري د سپه سالارانو او جنگیالیو ډلو ترمنځ ووېشله سوه.
دده مړی وروسته سکندریې ته انتقال سو.