د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې ٢۴ طالبان وژل شوي دي


د امریکا په مشري د ائتلاف قواوې وايي چې دوی د افغانستان په جنوب کې ٢۴ طالب جنگیالي وژلي او په دې جگړو کې شپږملکي کس هم وژل شوی دی.

په یوه بیانیه کې ویل شوي دي چې نن د جمعې په ورځ د هلمند د سنگین په ولسوالۍ کې کله چې ائتلافي او افغان قواوی تر یوبرید لاندې راغلل، دوی هوايي قوه د مرستې لپاره وبلله.

بیانیه زیاتوي چې په دې نهه ساعته جگړه کې ٢۴ طالبان ووژل شول. د زابل په ولایت کې نن جمعه ائتلافي او افغان قواوو نامعلوم شمیرجنگیالي وژلي دي.

یو تن ملکي چې د ډزو په منځ کې گیر پاتې شوی ؤ د خپلو ټپونو په اثر مړ شو. ځان مرگي وژونکې په مرکزي او جنوبي افغانستان کې څو ماشومان وژلي او څو ملکیان او خارجي عسکر ژوبل کړي دي.

افغان قواووې وايي چې د ناتود قواووپه یوه کاروان باندې د زابل په ولایت کې د ځان مرگې برید وشو. ویل شوي دي چې په دې پیښه کې پنځه ماشومان چې یې د صحنې ننداره کوله وژل شوي دي. په دې برید کې دوه عسکر هم ژوبل شوي دي. د پکتیا په ولایت کې نن د امریکا یو عسکر ووژل شو.

XS
SM
MD
LG