د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرگي بریدکوونکي په پلازمينه کابل کې څلورتنه وژلي دي


افغان ماموران وائې، ځانمرگی بریدکونکی په کابل کې دناټو کتارته نژدی حمله وکړه چې څلور ملکی کسان ئې ووژل.

دغه ماموران دیوخارجی په گډون پنځه تنه هغه وخت زخمیان شول چې بریدکونکی نن دشنبی په ورځ د کابل په لویدیځ کې دچاودیدونکو موادونه ډک موټر دنورو موټروسره وجنگاوه.

د کابل دپولیسو مقامات وائې، امریکائې عسکرو ددغې حملی په ځواب کې ډزی وکړی، په غلطی کې ئې یو ملکی کس وواژه او بل ئې زخمی کړ. عینی شاهدان وائې، دسیمی اوسیدونکی ئې ډیر په قهر او غصه کړل.

امریکائې ماموران وائې، دوی ددغې پیښی په باره کې تحقیق کوی. د امریکا په مشری ائتلاف او افغان قواوی د یود پاسه دوه زرم کال نه راپدی خواچې دطالبانو رژیم پکې را ورپرزول شو، دیاغی طالبانو په خلاف جنگیږی.

تیرکال جنگونو زور اخیستی و. د بشری حقوقو مؤسسی وائې، ددغه تاوتریخوالی له لاسه ملکی کسان کړاوگالی. په تیرو دو ورځو کې په افغانستان کې دا دریم ځانمرگی برید دی چې کیږی.

پرون دجمعی په ورځ یوځانمرگی دارزگان په ولایت کې دناټو دکتارسره نژدی دموټربم یوه چاودنه وکړه. په دغه حمله کې پنځه افغان ماشومان، څلورملکی کسان او دهالنډ یو عسکر ووژل شو.

د هالنډ دری عسکر او یوشمیر ملکی افغانان زخمی شول. له پلوه پرون دجمعی په ورځ یوځانمرگی د کندهار په ښارکې دناټو کتارسره نژدی دموټر بم چاودنه وکړه چې پنځه ملکی کسان پکې زخمیان شول .

XS
SM
MD
LG