د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتيکا کي د ائتلاف ځواکونو په هوایي برید کې اوه ماشومان وژلي


په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي قواوې وایي د القاعده شبکې په یو مرکز د هوایې برید په ترڅ کې یې اوه ماشومان وژلي دي.

د ائتلاف اعلامیه وایې گمان کیدوچې د پکتیکا ولایت په هغه مدرسه او جومات کې د القاعدې غړي پټ شوي وو چی دوی پرې برید کړې.

اعلامیې لیکلي چی جومات لږ زیانمن شوی دی. د ایتلاف د ویاند جگړن کریس بلچر په وینا ائیتلافي قواود ماشومانو د موجودیت په اړه معلومات نه درلودل.

د ویاند په وینا وسله وال مخالفین د خپلو حملو او ځان ژغورنې لپاره د بی گناه خلکو او د هغوې د استوگنې له ځایونو کار اخلي. د دوشنبې ورځې اعلاميې لیکلي چی د یکشنبې ورځې په برید کې یو شمیر ملیشه کسان هم وژل شوې دي.

څو ورځې مخکې په دا ډول بریدونو او نښتو کې د ملکي خلکو په وژنه سخت نړیوال غبرگونونه خپاره شول.

د بخنې نړیوال سازمان، د بشري حقوقو نړیوالې ادارې او د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلی وو چی په افغانستان کې په جگړه کې ښکیلې ډلې د جگړې له قانون څخه سرغړونه کوي او ملکي خلک د جگړې قربانیان دي.

په نړیوالو خپرو شوواعلامیو کې د ملکي خلکو په وژنه، طالبان ترټولو زیات تورن شوي دي.

XS
SM
MD
LG