په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف په هواي برید کی د اوه کچنیانوپه وژولومعافي غوښتي ده. مخ کي ایتلاف ویلي و چي د القاعده شبکې په یو مرکز د هوایې برید په ترڅ کې اوه ماشومان هم وژلي شوي دي.
راپورونه واي په دی برید کي له ٩٠څخه زیات کسان مړه شوي دي. د ایتلاف اعلامیه وایې گمان کیدوچې د پکتیکا ولایت په هغه مدرسه او جومات کې د القاعدې غړي پټ شوي وو چی دوی پرې برید کړې.
اعلامیې لیکلي چی جومات لږ زیانمن شوی دی. د ایتلاف د ویاند جگړن کریس بلچر په وینا ائیتلافي قواود ماشومانو د موجودیت په اړه معلومات نه درلودل.
د ویاند په وینا وسله وال مخالفین د خپلو حملو او ځان ژغورنې لپاره د بی گناه خلکو او د هغوې د استوگنې له ځایونو کار اخلي.
د دوشنبې ورځې اعلاميې لیکلي چی د یکشنبې ورځې په برید کې یو شمیر ملیشه کسان هم وژل شوې دي. څو ورځې مخکې په دا ډول بریدونو او نښتو کې د ملکي خلکو په وژنه سخت نړیوال غبرگونونه خپاره شول.
د بخنې نړیوال سازمان، د بشري حقوقو نړیوالې ادارې او د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلی وو چی په افغانستان کې په جگړه کې ښکیلې ډلې د جگړې له قانون څخه سرغړونه کوي او ملکي خلک د جگړې قربانیان دي.
په نړیوالو خپرو شوواعلامیو کې د ملکي خلکو په وژنه، طالبان ترټولو زیات تورن شوي دي.