د لاس رسي وړ اتصالات

"په دی  تیرو څو هفتو کی د یاغیانو لخوا په ملکی کسانو او د امریکا په مشرئ قواو باندی حملو ډیر شدت موندلی دی."


د جون د شپاړ لسمی نه را په دیخوا د افغانستان په جنوب کی د یاغیان د حملو دلاسه د سلو نه زیات ملکی کسان او نظامی مامورین وژل شویدی.

خو د افغانستان په جنوب ختیځ کی د امریکا د قواو مشر ډگروال مارټن شیوټزر وایی چی د دوی او د ناټو د عسکرو په ضد حملی په نظامی ډگر کی هیڅ ارزښت نه لری دی وایی چی حمله کونکی په اکثرو موقعو کی په غلطو هدفونو گزارونه کوی.

دوی په لسو کی نهه گزاره په غیر نظامی ځایونو باندی کوی. دوی کله واړه ماشومان په نښه کوی. کله دوی استازان وژنی.

کله یی په ډاکټرانو لاس بر کیږی او کله هم د حکومت عادی مامورین هدف گرځوی د افغانستان نه د سټیلایت و ډیوی خبری کانفرانس دلاری خبریالانو سره د خبرو په وخت کرنل شیواټزر وایی چی د طالبان ځان مرگی حمله کونکی پخپله خپل مرام ته زیان رسوی دی وایی چی افغانان د ځان مرگئ د دریځ سره موافق نه دی.

په مطبوعاتو کی چی د دغو حملو په باب هر توجیح وړاندی کیږی، خو په افغانستان کی چی مونږ د عامو وگړو سره وینی او خبری کوو دوی د دی خونړی عمل سره هیڅ جوړ نه دی.

دوی نه غواړی چی د داسی عمل ملاتړ وکړی، بلکی دا غواړی چی زیات نه زیات خپل ملی فوځ ولری چی د دوی د امنیت غم وخوری د دی کال یعنی ٢٠٠٧ د شروع نه واخله تر ننه پوری د تشدد په مختلفو پیښو کی د افغانستان په لر او بر کی د ٢۴ سوو نه زیات انسان وژل شویدی.

چی دی کی پخپله حمله کونکی. خارجی عسکر د افغانستان پولیس او د ملی اردو کسان او زیاتره ملکی خلک شامل دی. بل خوا د افغانستان د ملی اردو تورن جنرال عبدالخالق وایی چی د افغانستان ملی اردو د خلکو د زړونو او زهنونو په گټلو کی کامیابه روانه ده. دی زیاتوی چی افغانان د وطن د دښمانانو نه کرکه او نفرت لری.

دوی پوهیږی چی طالبان او د القایده ډله د دوی اصلی دښمنان دی. او دوی کی د یو نه هم خیر لیدلی نه شی خو د تورن جنرال عبدالخالق د دی خبری سره ډیر خلک موافق نه دی.

لکه د مثال په توگه د اکبر په نو م د خارجی غیر دولتی موسیسو د څارنی اتحادیی ویلی دی چی په تیرو پینځو کالو کی چی د هغه وخت نه چی د طالبانو رژیم ختم شویدی. د امریکایی او خارجی قواو دپاره د افغانانو په زړونو کی موجوده مینه کمه شویده او ناخوښی زیاته شویده.

د اکبر موسیسه وایی چی د امریکایی الوتکو بمبار چی تازه مثال یی په روانه هفته کی ولیدل شو چی اووه ماشومان پکی مړه شول د خلکو د ناراضیاتئ یو مهم سبب گڼل کیږی خو د امریکایی قواو محلی قوماندان جنرال شیوارټز وایی چی دا درسته نه ده چی گنی دوی دی نه خبر وو چی القایده هغه پټ مرکز چی دوی پری گزار کړیدی.

هلته واړه ماشومان هم موجود دی.

دی وایی زه په شخصی توگه د دی خبری ضمانت درکوو م چی مونږ د مختلفو منابعو نه دا تثبیت کړی وه چی په دغه ځایی کی واړه ماشومان نشته دی.

په افغانستان کی د مرستو اداری دا دعوی کوی چی طالب یاغیانو دومره ملکی کسان نه دی وژلی څومره چی د امریکایی عسکرو په ډزو کی وژل شویدی.

خو د امریکایی فوځ احصایی د دی خبری برخلاف انځور وړاندی . او دا ادعا گانی ردوی

XS
SM
MD
LG