د جرمنی ددفاع وزارت دهغې ورځپاڼې داخبره تائېد کړېده چې وايي ددی مېاشتی په سر کې د جرمنی ددفاع وزېر فرانز جوزېف جنگ افغانستان ته په سفر تللی و او هلته پر هغه باندی د حملی لپاره دسېسه جوړه شوې وه.
د جرمنی ددفاع وزارت ېو نطاق د ېکشنبی په ورځ ووېل چی د جرمنی استخباراتو ښاغلی جنگ ته ووېل داسی ېو پلان شته دی چې ستاسی دموټرو په کتار باندی دکابل او هوايي مېدان د سړک ترمنځ حمله وشی.
دهمدغه معلومات پر اساس دهغه لاره بدله کړی شوه. ددغې دسېسی په باب نور معلومات ندی وړاندی شوی.
د جرمنی ددفاع وزېر ښاغلی جنگ د جون په شپږمه نېټه په افغانستان کې و اوهلته ېې د جرمنی له عسکرو او دافغانستان له جمهوررئېس حامد کرزي سره ملاقات وکړ.
په افغانستان کې د جرمنی دری زره عسکر له ناټو سره خدمت کوی.