د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه واي په افغانستان کي د کوکنارو کښت نور زیات شوی


په افغانستان کې دملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزی ادارې اندیښنه ښوولی چې سږ کال دتیرکال په پرتله دکوکنارو په کرکیلې کې ډیروالی لیدل شوی.

نن د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې دملګرو ملتونو له مخدره موادو سره دمبارزی مشري کریسټینا اوګزیوې خبرې ناستې ته وویل چې سږکال دافغانستان په سویلې ولایتونو په تیره بیا دهلمند په ولایت کې دکوکنارو د کرکیلې کچه لوړه وه.

هغې وویل چې دافغانستان حکومت سږکال ایله شل زره هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکه کړې.

میرمن کریسټینا اوګز په افغانستان کې دهیروینو دفابریکو په شتون هم ژوره اندیښنه وښوده وویل چې دافغانستان حکومت دهیروینو دفابریکو په لمنځه وړو کې ندی بریالی شوی.

کریسټینا اوګز وویل دغو فابریکو ته له اروپايي او ګاونډیو هیوادونو نه کمیاوي مواد راوړل کیږي.

کریسټینا اوګز په افغانستان کې د معتادینو د ډیریدو په اړه هم انديښنه وښوده وې ویل چې یوازې په یوې کلیوالې سیمې کې په زرګونه تنه په اپینو معتادین شته دي چي دا ډیره د اندیښنې خبره ده.

XS
SM
MD
LG