د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د امریکا سفیر د ملکي خلکو په وژلو کی یا‏غي طالبان ملامتوي


په افغانستان کی د امریکا سفیر ولیام ووډ وایی چی په دې ملک کی د ملکي خلکو په وژلو کی یاغي طالبان ملامت دي.

هغه د امریکا غږ سره په یوه مرکه کی وویل چی د طالبانو په حملو کی ملکي خلک وژل کیږی . هغه وویل چی امریکایی قواوي د ملکي افغانانو په وژلو سره ډیري خواشیني دي.

هغه وویل چی امریکا د افغانستان د حکومت سره له نژدې کار کوی چی دملکي خلکو د وژلو مخنیوي وسی.

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي په ناتو او د امریکا په مشري قواو باندی تور لگولی چی په طالبانو باندي په وروستیو حملو کی یې په بې احتیاطۍ سره ٩٠ تنه ملکي خلک وژلي دي.

سفیر ووډ د طالبانو د زور او قوت په باب وایی چی هغوی ورځ په ورځ کمزوري کیږی. هغه وویل چی امریکا یو مهم او جسورانه پروگرام لری چی د افغانستان د حکومت او پوځ سره مرسته وکړی چی د یاغیانو په مقابل کی خپلي مبارزې ته دوام ورکړی او د ځان نه دفاع وکړی.

هغه دا هم وویل چی دی په دې باورلری چی افغان پولیس او عسکر به د خپلو منایعو په ترلاسه کولو او د امریکایی قواو سره د همکاریو په زیاتولو کی پرمختگ وکړی .

XS
SM
MD
LG