د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ښار په ختیځ کې په یوه ځانمرگي برید کې دوه بهرنیان ووژل شو


افغان چارواکي وایی چی یوه ځان مرگه خپل موټر چی بمونه یې په کی ایښي وو، په کابل کی د خارجي امنیت ساتني د موټرو د کتار پر خوا وروست او دوه خارجیان یې په کی ووژل.

مامورینو وویل چی په وژل سوو کسانو کی یو امریکایی و. په دې حمله کی نور اته کسه زخمي سوي دي چی دوه افغانان هم په زخمیانو کی شامل دي.

د ناتو مامورینو ویلي دي چی دوی د نن ورځي په دې حملې خبر سوي دي، مگر د هغې په باب یې تفصیلات ورنه کړل. طالبانو ویلي دي چی دا حمله دوی کړې ده.

یو بل خبر وایی چی یاغي طالبانو د ماین پاکولو د چارو ١٧ افغان کار کونکي چی تیره هفته یې د غزني په ولایت کی نیولي وو، خوشي کړی دي. مامورین وایی چی هغوی په دوو ډلو خوشي سوي دي. یوه ډله پرون او بله یې نن خوشي سوې ده.

XS
SM
MD
LG