د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو مفتشان د شمالى کورېا د اټومى بټى کتلو ته ور رسېدلى دي


ددغه هېواد حکومت دېته چمتو سوېدى چې خپله اټومي بټۍ دسون موادو دمرستو په بدل کې بنده کړى.

دا لومړى ځل دى چې دملگرو ملتونو مفتشان د ېانگ بېان اټومى بټى ته د تفتېش لپاره ورځى. شمالى کورېا ، دملگرو ملتونو مفتشانو له خپل هېوادنه په ٢٠٠٢ مېلادى کې د مفتشان ډله اېستى وه.

د مفتشانو دغه ډله به د شمالى کورېا پاېتخت پېونگ ېانگ ته د جمعى په ورځ ور ورسېږي. دملگرو ملتونو دغه ډله کوشش کوى چې په داسې ېوه پلان باندى له شمالى کورېا سره خبرې وکړى چې دهغوى دا ټومي بټۍ د بندولو دکار څارنه وکړى.

شمالى کورېا دتېرې فبرورۍۍ په مېاشت کې له امرېکا، جنوبى کورېا، چېن، جاپان او روسېې سره په دغه کار موافقه کړې وه.

د اټومى بټۍ دبندولو په بدل کې به دغه پنځه هېوادونه د سون مواد ورکوى. جنوبى کورېا وايي ددوى چارواکى به له خپلو همرتبه چارواکېو سره په شمالى کورېا کې د جمعى او شنبىپه ورځ ملاقات وکړى او د پنځوس زره ټنه درنو تېلو په ورکولو به ورسره بحث وکړى.

د چارشنبى په ورځ شمالى کورېا د لنډ واټن ېو توغندى په خپل ختېځ ساحل کې وازماېه. دغې ازموېنى ددېپلوماتېک بهېر په وړاندى د شمالى کورېا د تعهد په باب اندېښنى پېداکړى.

د جاپان لومړي وزېر شېنزو ابې نن د سه شنبى په ورځ له نړېوالې ټولنى نه وغوښتل چې دتوغندېو ازموېنى ته سخت ځواب ورکړى.

هغه ووېل دغې ازموېنى دملگرو ملتونو دامنېت شورى له هغه پرېکړه لېک نه تېرى کړېدى چې له شمالى کورېانه د بالېسټېک توغندېو د پروگرام د ختمولو غوښتنه کوى.

XS
SM
MD
LG