په افغانستان کی د پیښو سره د مبارزی د دفتر ریس عبدالمتین ادراک وایی چی دوی سیلاب ځپلو ته خیمی ، کمبلی او خوراکی مواد رسولی دی.
هغه ویلی چی د سیلابونو د لاسه په پنجشیر کی د سلو نه د زیاتو کسانو د وژل کیدو خبرونو رارسیدلی دی. دغلته د سیلاب د لاسه ویجاړ شوی سړ ک د عامه ښگڼو د وزارت لخوا پاک شویدی، همداراز هغه وایی چی د افغانستان حکومت او د ملگرو ملتو گډ ټیمونو د نړیدلو پلونو د جوړولو په کار بوخت دی.
بلخوا د ختیځ ولایت کونړ په بیلا بیلو ولسوالیو کی د سیلابونو دلاسه د اتو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شویدی.
همداراز د کونړ په لری پرتو سیمو کی د په زرهاو خلکو د سیلابونو دلاسه بند پاتی شویدی، چی راوسه د د دوی د ژغورلو هڅی دوام لری.
ښاغلی ادراک وایی چی په پنجشیر ولایت کی د ایساف او په کونړ کی دملی دفاع کسان د هیلی کاپټرو دلاری د سیلاب ځپلو سره مرستی کوی د پنجشیر نه علاوه د کابل شمالی برخی، کاپیسا، میدان وردگ او د ننگرهار ولایت ځینی برخی هم سیلابونو ځپلی دی.
داسی اټکل کیږی چی د پاکستان د کراچئ او بلوچستان په صوبه تیر شوی طوفان او بارانونه به د افغانستان ځینو برخو ته هم ورسیږی او انیده څو ورځو کی د نورو سیلابونو د راتلو اندیښنه ښودل شویده.