د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې اوه تنه پولیس ووژل شول


افغان چارواکي وایي د افغانستان په سویلي ولایت کندهار کې نن د سړک د غاړی په یوه بمي چاودنه کې د افغان ملي پولیسو اوه تنه افسران ووژل شول.

د پولیسو موټر هغه وخت په ښخ شوي بم وروخوت چې د کندهار ولایت د زیړۍ په ولسوالي کې یي گزمې تر سره کولې.

په دې وروستیو ورځو کې په عمومي ډول په ټول افغانستان کې او په خاصه توگه په کندهار کې په افغان امنیتي ځواکونو د مخالفانو بریدونه زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG