د لاس رسي وړ اتصالات

یو جرمن او د هغه افغان ترجمان په افغانستان کی خوشي سوي دي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چی یو المانی او د هغه افغان ترجمان چی د افغانستان په جنوب لویدیځ کی تښتول سوي وو، دواړه بیرته خوشي سوي دي.

دغه دواړه سړي تیره هفته ورک سوي وو. دا نه ده معلومه چی هغوی ولي تښتول سوي وو. د جرمني مامورین وایی چی دغه آلماني سړي نه دحکومت سره کار کاوه، نه د کومي خیریه مؤسسې سره او نه کوم خبریال و.

له بلي خوا مامورین وایی چی د افغانستان په جنوب کی یوه ځان مرگه بم چونکي نن د پنجشنبې په ورځ په سپین بولدک کی د تلاشۍ په یوه پوسته کی ځان په بم والو ځاوه او ورسره یې پنځه پولیسان هم ووژل.

د چهارشنبې په ورځ هم د افغانستان په جنوب کی د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی شپږ کاناډایي عسکر او یو افغان ترجمان ووژل سول.

په افغانستان کی کاناډا ټول دوه نیم زره عسکر لری او په ناتو کی یې ماموریت د ٢٠٠٩ م کال د فیبروري په میاشت کی ختمیږی.

XS
SM
MD
LG