د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کي د بم په چاودنه کی څلور عسکر وژل شوي دي


د پا کستان په صوبه سرحد کی یوه نظامي کتار ته د بم چاودنه شوې او لږترلږه څلور عسکر یې وژلي دي.

دا حمله نن هغه وخت وشوه چی د نظامي موټرو کتار د دیر ښارگوټي ته نژدې شوی و.

په لومړنیو رپوټونو کی ویل شوی و چی دا حمله یوه ځان مرگه کړې ده. مگر وروسته وویل شول چی د پاکستان اردو د سړک د غاړي د بم چاودني تحقیقات کوی.

په راولپنډي کی وروسته له هغه د ډزو آوازونه واوریدل شول چی د جمهور رئیس پرویز مشرف الوتکه د هوایی میدان نه جگه شوه.

الوتکه نه ده لگیدلې او جنرال مشرف د ملک جنوب کی تربت ته صحیح سالم رسیدلی دی.

د پاکستان د پوځ لوړ رتبه نطاق تورن جنرال وحید ارشد دا خبره رد کړه چی د جمهورئیس پرویز مشرف الوتکه ددې ډزو هدف و.

مگر د پاکستان نورو مامورینو هغه د جمهوررئیس پر الوتکي باندی ناکامه حمله بللې ده.

ځینو پولیسو چی نومونه یې معرفي نه کړل وویل چی دوی د اردو یوې هوایی اډې ته نژدې د یوې ودانۍ د بام پر سر توپک پیدا کړي چی استعمال شوي وو.

XS
SM
MD
LG