د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کي بم شپږ افغان پولیس وژلي


افغان مامورین وایی چی نن د افغانستان په ختیځ کی د پولیسو د موټرو یوه کتار ته د سړک په غاړه د بم چاودنه شوې، او د پولیسو شپږ صاحب منصبان په کی وژل شوي دي.

دا حمله د پاکستان د سرحد سره نژدې د خوست د ولایت په یوه ولسوالي کی شوې ده.

افغان پولیسو د امریکایي عسکرو سره یوځای گزمه کوله. چارواکو ویلي دي چی په دې پېښه کی کوم امریکایی عسکر وژل شوی یا زخمی شوی نه دی.

یو بل خبر وایی چی د افغانستان په جنوب کی د نظامي عملیاتو په وخت د ناتو یو عسکر وژل شوی او دوه نور یې زخمي شوي دي.

ناتو ددغو عسکرو په باب چی د کومو ملکونو دي او دا چی دا عملیات یې چیرته کول، څه نه دي ویلي. یاغي طالبانو په دې وروستیو میاشتو کی په ائتلافي قواو او ملکي افغانانو باندی خپلي حملې زیاتي کړي دي.

د سه شنبې په ورځ هم یوه ځان مرگه د اروزگان په ولایت کی په یوه گڼ مارکیټ کی ځان په بم والو ځاوه او ورسره یې ١٧ تنه ملکي خلک ووژل او ٣٠ تنه یې زخمیان کړل.

چارواکو وویل چی داسی ښکاریدل چی د حمله کونکي هدف د ناتو هغه عسکر وو چی په دې مارکیټ کی یې گزمه کوله.

په دې حمله کی د ناتو اووه عسکر هم زخمي شوي دي.

XS
SM
MD
LG