د کال ١٩٥٧ د جولای پر دوولسمه د اسماعیلیانو دنظاری فرقې شهزاده کریم الحسین اغا خان د خپل نوي روحانی مشر په حيث اعلان کړ.
شهزاده کریم الحسین دخپل نیکه دریم اغاخان له وفات څخه وروسته، چی ٧٢ کاله یې ددې فرقې مشرتوب وکړ، د اسماعیلیه فرقې د نوي مشر په حيث وټاکل سو.
د نظارې فرقې پیرانو د یوولسمی میلادی پېړي د پیل څخه د خپلو مشرانو د مطلق اطاعت په اساس په سوریه او اېران کی د وحشت او قتلونو بازار تود کړی وو.
نظاریان تر څوارلسمی پېړۍ پوری، چی مغولو او د مصر مملوک پاچاهانو په څوارلسمه پېړۍ کی سخت وځبل، یوه لویه سیاسی قوه وه.
د نظاری فرقې پیروان په بشپړه توگه له منځه نه ولاړل او تر ډېره وخته پوری بیا هم په اېران کی یو لوی سیاسی قوت وو.
د اېران د قاجاریانو پاچا فتح علی شاه د هغوی مشر حسن علی شاه ته، چی د کرمان والي وو، د اغا خان لقب ورکړ او دا لقب ددې ډلی مشرانو تر نن ورځی ساتلی دی.
په کال ١٨١٨ کی اغا خان د فتح علی شله د لمسی او جانشین محمد شاه قاجار په مقابل کی ښورښ وکړ مگر ماته ی ېوخوړه او هن دته وتښتېدی.
دوهم اغا خان یوازی څلور کاله حکومت وکړ او دریم اغا خان دهند د اسماعیلیه فرقې یو مهم مشر سو او د عمر په پای کی یې د خپل زوی پر ځای باندی خپل لمسی د مشر په حيث وټاکی.
د کال ١٩٥٧ د جولای پر دوولسمه نولس کلن شهزاده کریم د څلورم اغا خان په حيث قدرت ته ورسېدی.