د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کي د کمپیوټر دلاري دتذکرو اونفوس پیژندني پلان


دافغانستان د کورنیو چارو وزارت په ازمایښتي ډول د نفوسو داحوال د معلومولو لپاره یو پروګرام په لار اچولی چي هدف یې په کمپیوټري بڼه دتذکرو ویشل دي.

رحیم ګل څاروان له کابله په خپل راپور کي لیکي، دیکشنبې په ورځ په کابل کې دافغانستان د کورنیو چارو وزارت د چارواکو او دافغانستان دټاکنو دخپلواکه کمیسیون له لوري په ازمویښتي توګه دنفوسو د احوال د معلومولو پروګرام پیل شو.

دا پروګرام په ازمویښتي توګه د ننګرهار په بټي کوټ او د بامیان په یکاولنګ دکابل په ښار کې پیل شوی. دنویو هویت پاڼو ټول معلومات به په کمپیوټر کې خوندي وي او دکاغذونو په ځای به یوازی لنډ کارډ ورکول کیږي.

په لندن غونډه کې دشوې پریکړې له مخې په افغانستان کې دنفوسو داحوال د معلومولو لپاره وروستۍ نیټه دوه زره او نهم کال ټاکل شوی ده.

د افغانستان دکورنیو چارو وزارت اداري مرستیال عبدالمالک صدیقي وايي چې خلکو ته د تذکرو دسهولتونو دبرابرولو لپاره یې هڅه کړې ترڅو له دې وروسته ټولې تذکرې په کمپیوټري بڼه ورکړل شي.

د نویو تذکرو او د نفوسو د احوالو د معلومولو دې نوې پروسې سره د ټاکنو خپلواکه کمیسیون هم مرسته کوي.

ددې کمیسیون د چارواکو په وینا د نفوسو د احوال دمعلومولو نوې کمپیوټرې سیستم په ټاکنو کې دوی له پراخ لګښت څخه ژغوري.

په افغانستان کې د داود خان د حکومت له ړنګیدو را وروسته بیلابیلو رژیمونو دخپلو واکمنیو په وخت خپلې دهویت پاڼې ویشلي چې د مخالفو رژیمونو له خوا دمنلو وړ نه وې.

په افغانستان کي د جګړو له اوږدو کلونو راوروسته دیوې واحدې افغانۍ له چلند وروسته دا دوهمه ستره پروژه ده چې دولسمشر کرزي حکومت یې پرمخ وړي.

XS
SM
MD
LG