د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني چارواکي زیار باسي چې په وزېرستان کې  له وسله والو  طالب پلوه  ډلو سره د سولې  تړون وساتي


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تسلیم اسلم په یو خبرې کنفرانس کی د وزیرستان د میران شاه په ښار کې د حکومت پلوه قومي مشرانواووسله والو ډلو ترمنځ روانې خبرې اترې تائېد کړې.

امریکایی چارواکي پخوا هم ددی تړون په هکله اندیښمن وو او وېل ېې چی طالبانو او القاعده خوندی ځالې موندلی دې.

بله خوا په ډیره اسمعیل خان کې ډاکټرانو داخبر تائېد کړېدى چې د یکشنبې په ورځ د پولیسو د استخدام په مرکز کې اوه وېشت کسان وژل شوي وو. په دوى کې زېاتره پولېس او عسکرول.

طالب پلوه وسله والو ډلود سولې لس مېاشتنى تړون ددی اونۍ په پیل کې لغوه اعلان کړی و.

په همدى سبب په ځان مرگي بریدونو کې تراوسه پورې ٧٠ تنه وژل شوي دي .

XS
SM
MD
LG