د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د جنگ سالارانو د زیاتېدونکی قدرت مسلې یو ځل بیا د ورځپاڼو او خبریالانو توجه ور اړولې ده


په افغانستان کی د جنگ سالارانو د زیاتېدونکی قدرت مسلې یو ځل بیا د ورځپاڼو او خبریالانو توجه ور اړولې ده.

د جنگ او سولی انستیتوت د سه شنبې په ورځ په خپل رپوټ کی لیکی چی د افغانستان د حکومت او نړۍ ډېره زیاته توجه د افغانستان په جنوب کی د یاغیانو ځبلو ته اوښتې ده او په دغه وخت کی د شمال په ولایتونو کی ستونزی زیاتېږی.

په تېرو څو میاشتو کی په داسی یوه سیمه کی، چی مخکی فکر کېدی نستیا ارامي دي، ناکراری ورځ په ورځ زیاتي سوي دی.

د فاریاب په ولایت کی قوماندانانو ډېره سخته نښته سره وکړه، یو شمېر کسان مړه او یو شمېر ټپیان سول او د ناکراری دختمولو دپاره د پوځیانو غوښتلو ته ضرورت سو.

په جوزجان کی هم په یوه خونړۍ نښته کی لس تنه ووژل سول او ډېر زیات ټپیان سول. د سمنگان په ولایت کی د پارلمان پر یوه غړي باندی حمله وسوه او داسی اوازې خپرې سوي دی چی د سرپل په ولایت کی وسلې وېشلی کېږی.

د سولی او جنگ انسیتوت په خپل رپوټ کی د افغانستان د مامورینو له قوله لیکی چی ځینو ډلو او افرادو ته وسلې ورکړه سوي دی.

دغه مقامات وایی که څه هم چی دغو ډلو او افرادو تراوسهپ وری د حکومت پر ضد برالا عمل نه دی کړی مگر د وسلو وېشل کېدل امنیت ته یو جدی خطر دی، او دغه کار د غیرقانونی وسلو د ټولولو ډی آی اې جي د تېرو دوو کالو خواری هبطه کوی چی دېرش زره میله وسلې یې جمع کړي دی.

که څه هم چی هیڅوک په دې نه پوهېږی چی د ډی آی اې جې د پروگرام د پیل کېدلو څخه مخکی په افغانستان کی څونه وسلې موجودي وې خو داسی اټکل کېږی چی خبره یې میلیونو ته رسېږی.

د سولی او جنگ انستیتوت لیکی په کال ١٩٩٢ کی د نجیب الله د رژیم د سقوط څخه وروسته جنگ سالارانو افغانستان په خپلو منځونو کی ووېشی او ډېره سخته بې امنیتی او فساد یې جوړ کړ.

ددوی ددغه فساد له امله طالبان را پیدا سول او قدرت یې ورڅخه واخیست، ځکه چی هغوی ژمنه وکړه چی په هیواد کی به امنیت ټینگوی او جنگ سالاران به پسی اخلی.

په کال ٢٠٠١ کی د امریکا په رهبری یرغل په نتیجه کی طالبان له قدرته وپرزېدل او هغو قوماندانانو چی اوس یې هم وسلې په لاسونو کی وې د خپل زاړه قدرت د ترلاسه کولو لپاره میدان ته ودانگل.

دوی په ډېرو سیمو کی قدرت ونیوی، پر خلکو یې راز راز ظلمونه پیل کړل او حتی له خلکو څخه غواړی چی خپلی لوڼی ددوی بې اجازې چاته واده نه کړی.

د سولی او جنگ انستویت په خپل رپوټ کی لیکی د جوزجان په ولایت کی اوزبک عبدالرشید دوستم ډېر زیات قدرت او نفوذ لری او په خپله سیمه کی یې څو ځله له والیانو سره نښتی کړي دی.

ډېر زیات شواهد او اسناد ښیی چی د جنرال سوتم طرفداران په شبرغان او د جوزجان په نورو کلیو کی محلی ملېشو ته وسلې ورکوی.

د جوزجان د والي نطاق وایی موږ تر اوسه پوری ددغو وسلو د جمع کولو لپاره اقدام نه دی کړی ځکه چی وضع ډېره حساسه ده او موږ په احتیاط سره گامونه اخلو. که څه هم چی د دوستم ډله او کسان په کلکه وایی چی دوی حتی یو وسله وال سړی هم نه لری خو ټول شواهد ښیی چی دوستم او نور پخواني جنگ سالاران د اوسنی وضع څخه گټه اخلی او خپل ځانونه مسلح کوی.

د سولی او جنگ انستیتوت د مزار د یوه سیاسی مبصر فرید حکیمی له قوله لیکی چی په اوسنی وضع کی خارجی هیوادونه لاس لری او دغو جنگ سالارانو ته وسلې د خپلو پخویانیو بادارانو څخه راځی.

د فاریاب د ولایت یوه اوسېدونکي چی خپل نوم یې نه ښود وویل موږ وېره لرو چی هیواد به د توپک سالارانو مځکه سی. موږ له حکومت څخه غواړو چی د خدای په خاطر خلکو ته غوږ ونیسی او دغه کسان مه پرېږدی چی هیواد یو ځل بیا تباه کړی.

پژواک خبری اژانس د سه شنبې په روځ رپوټ ورکړی دی چی په لس هاو کورنیو چی د پخوانیو جنگ سالارانو څخه یې د خپلو مځکو خوشی کېدل غوښتل د ملگروملتونو د یوه کاروان مخه بنده کړه.

اژانس وایی دغه کسان چی زیاتره ښځی او ماشومان وه د پنځه لسو دقیقو دپاره د ملگرو ملتونو دهغه کاروان لاره بنده کړه چی د هوایی میدان خواته روان وو.

یوه له دغو کسانو څخه، چی سید احمد نومېدی، د پژوام خبری اژانس ته وویل قوماندان عطا محمد دوه سوه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبوري کړي دی.

ددغه جنگ سالار طرفدارانو اوس هم دخلکو مځکی او کورونه نیولي دي او مظاهره کونکو د محلی مقاماتو څخه شکایت کاوه چی سره له هغه چی وعدې یې کړي دي ددوی غم یې نه دی خوړلی.

د بشر د حقوقو د مستقل کمېسیون ریسی سیما ثمر، چی د ملگرو ملتونو له دغه هیات سره ملگرې وه خلکو ته اطمینان ورکړ چی دا به وضع وڅېړی.

د ملگروملتونو د هیات مشر ټام کونیگ هم وویل چی دوی وضع له نیژدې څاري او غواړی چی د خلکو ستونزه حل کړي.

XS
SM
MD
LG