د لاس رسي وړ اتصالات

  افغانستان ته یو ملیارډ ډالره پورونه وروبخښل سول


د امریکا د خزانې وزارت وایی چی امریکا ، جرمني او روسیه به افغانستان ته یوملیارډ ډالره نور پورونه هم وروبخښی.

دا اقدام د هغه پروگرام یوه برخه ده چی هغو هیوادونو ته چی اوږې یې تر ډیرو زیاتو پورونو لاندی وی یوڅه یې ور بخښل کیږی.

په بیانیه کی ویل شوي دي چی دا پلان به د افغانستان سره مرسته وکړی چی د بین المللي مالي ټولني سره خپل روابط عادي کړی او د اقتصادي ثبات په خوا حرکت وکړی.

افغانستان ته به ټول ١١ ملیارډ ډالره پورونه چی پر باندی دي او دا د هغه ملک د پورونو ٩٩ فیصده تشکیلوي په داسي حال کی وبخښل شی چی که هغه ملک ځیني خاص شرائط تر سره کړی.

XS
SM
MD
LG