د لاس رسي وړ اتصالات

کشمیری تندروانو د لاسی بم په چاودنه کې یولس تنه زخمیان کړیدی


په هندی کشمیر کې پولیسان وائې، اسلامی تندروانو په هندی زائرینو باندی لاس بم اچولی چې یولس تنه زخمیان کړیدی.

پولیسان وائې، دغه حمله نن دشنبی په ورځ په پلگم کې شوی. دا هغه ښارگوټی دی چې دهغو زائرینو په لار پروت دی چې دهندوانو د امرنات معبد ته ځی.

د غوتندروانو لاسی بم په هغه اشپزخانه باندی واچاوه چې د زائرینو لپاره پکې ډوډۍ پخیږی.

په دغو یولسو زخمیانو کې نهه ‏(‎٩ ‏)‎ تنه هندوزائرین دی. د سه شنبی په ورځ دهندو زارئرینو په شمول لږترلږه شپاړلس تنه دی ته په ورته حمله کې دبالټل په کمپ کې شوی وه چې دزائرینو لپاره جوړشوی او ډیره کڼه گوڼه پکې وی. د دغې حملی یوقربانی وروسته بیا مړشو.

XS
SM
MD
LG