د لاس رسي وړ اتصالات

اېران دولس بندېان اعدام کړل


اېران هغه دولس بندېان چې د مختلفو جراېمو په کولوباندى محکوم شوى وو اعدام کړل.

په دغو جراېمو کې دمخدره مواد و قاچاق او په ښځو باندى جنسى تېرى هم شامل وو.

د تهران لوى څارنوال سعېد مرتضوى نن د ېکشنبى په ورځ ووېل چې دغه دولس کسان د اېوېن په زندان کې په دار وځړول سول.

څارنوال وايي څلور نور کسان هم تېره اونى په تهران کې د مخدره موادو د قاچاق په جرم اعدام شول.

داېران چارواکېو دمى په مېاشت کې په لسهاو کسان چې په هغو کې دمخدره موادو قاچاقبران، نشه ېان، د زنا بالجبر مرتکبېن اوخونکاران شامل دى په څو چپاوونو کې ونېول.

ددى کال له پېل راهېسى اېران تراوسه پورې ١٢٧ کسان اعدام کړېدى.

XS
SM
MD
LG