د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩٥٢ د جولای پر دیرویشتمه د مصر د ازادو افسرانو ټولني کودتا وکړه او قدرت یې ترلاسه کړ


د کال ١٩٥٢ د جولای پر دیرویشتمه د مصر د ازادو افسرانو ټولني د ډگروال جمال عبدالناصر په رهبری کودتا وکړه او قدرت یې ترلاسه کړ.

ملک فاروق، چی پر حکومت باندی یې د اداری فساد او د عربو او اسراییلو په لومړي جنگ کی د ماتی خوړلو له امله ډېر زیات انتقادونه کېدل، له قدرته استعفی وکړه او قدرت د ازادو افسرانو د ټولني تش په نامه مشر جنرال نجیب ته ورسېدی.

انقلابیانو مځکی ووېشلې، سیاستمداران یې د اداری فساد له اغمله محاکمه کړل او په کال ١٩٥٣ کی یې په مصر کی شاهد رژیم له منځه یوړ.

په کال ١٩٥۴ کی ناصر د صحنې له شا څخه را ووت، جنرال نجیب یې لیری کړ او ځان یې د مصر صدراعظم اعلان کړ.

دوه کاله نور یې په مصر کی د یوه محبوب او موثر مشر په حيث کارته ودام ورکړ، د مصر داپره یې نوی اساسی قانون طرح کړ او مصر یې یو عرب سوشلیسټ رژیم اعلان کړ او په شعوری توگه د مصر له کمونیسټ گوند او د ساړه جنگ دوخت د سرمایه داري نړۍ څخه جلا پاته سو.

جمال عبدالناصر په کال ١٩٥٦ کی د مصر د جمهوری ریاست نوي مقام ته کاندید سو، د هغه سره هیچا رقابت ونه کړ او د یوازینی کاندید په حيث بریالی او جمهوریس سو.

جمال ناصر په کال ١٩٧٠ کی، چی لا هم د هیواد جمهوریس وو، د زړه د حملې په اثر وفات سو.

ناصر د خپل قدرت د کلونو په وخت کی د مصر محبوب او موثر مشر پاته سو .

XS
SM
MD
LG