د لاس رسي وړ اتصالات

ظاهر شاه په خپل پاتى ټول عمر کې دېوه ډېر مشهور شخصېت په توگه ژوند وکړ


پاچا په افغانستان کې د څلویښتو کلونو له واکمنۍ نه وروسته د خپل تره د زوی سردار محمد داود له خوا په ١٩٧٣ مېلادى کال کې په یوه سپینه کودتا کې له سلطنت نه لېرې کړى شو.

خو هغه په خپل پاتى ټول عمر کې دېوه ډېر مشهور شخصېت په توگه ژوند وکړ.

د پاچا د مړېنى خبر په کابل کې د دوشنبې په سهار دوخته خپور شو. محمد ظاهر شاه په کابل کې په ١٩١۴ مېلادى کال کې چې د ١٢٩٣ هـ . ش سره سمون خورى وزیږید.

محمد ظاهر په ١٩٣٣ مېلا دى کال کې پاچا شو او په دغه وخت کې هغه اېله ١٩ کلن و. پخوانى پاچا ظاهر شاه په ١٩٧٣ مېلادى کال کې چې له ١٣٥٢ هـ.ش سره سمون خورى دخپل تره زوى له قدرت نه په زور لېرى کړ.

هغه نېژدې درى لسېزې په جلا وطنى کې ژوند وکړ. ترهغې وروسته چې د امریکا په مشرئ قواو طالبان له قدرت نه وغورځول نوموړى په ٢٠٠٢ کال کې خپل هېواد ته راستون سو.

ظاهر شاه څو کاله مخکې د امریکا غږ سره په یوه مرکې کی ویلي وو چې دا دافغانانو لپاره ډېره مهمه ده چې د خپل جنگ ځپلي هیواد د بیا ابادولو لپاره په گډه کار وکړي.

ظاهرشاه په هغه مرکه کې داسى ویلي وو: ټولې هڅې باید یواځې په ېوه برخه کې وشى او په هماغه کار باندى تمرکز وکړى او هغه زمونږ د وران ویجاړ هیواد له سره ابادول دي.

د افغانستان اوسني حکومت ظاهر شاه ته د ملت د بابا لقب ورکړ.

XS
SM
MD
LG